Language

ترافيکي پېښه کې څلور تنه مړه شول

اسعد اباد ( پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي دي.

د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د  وږي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن سهار د سرکاڼو ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې يو سراچه موټر له مازدا مو‌ټر سره جنګېدلى، چې له امله يې د دوو وروڼو په ګډون ‌څلور تنه مړه او يو تن ټپي شوى دى.

نوموړي ددې ترافيکي پېښې لامل بې احتياطي وباله.

د يوه بل خبر له مخې، د پاکستانيو ځواکونو له خوا پر دې ولايت ٣٣ نور توغندي توغول شوي دي.

امنيه قوماندان وايي، چې لس توغندي د شيګل ولسوالۍ پر شلطن درې او پاتې نور يې ددانګام ولسوالۍ پر بېلا بېلو سيمو لګېدلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې بريدونو کې يوه ښځه ټپي شوې او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

Related Topics