مزارشريف-ګردېز-خوست (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): په بلخ، پکتيا او خوست ولايتونو کې د چارواکو او مدني ټولنو له خوا د سولې نړيواله ورځ ونمانځل شوه.
په بلخ کې د سولې نړيواله ورځ د وږي په ۳۰مه د بلخ ميديوتيک او د دغه ولايت د ځينو نورو مدني ټولنو له خوا د بېلابېلو کلتوري، تفريحي او علمي پروګرامونو په وړاندې کولو د يوې غونډې په ترسره کولو ونمانځل شوه.
د نمانځنې پيل د لسګونو نجونو د بايسکل ځغلونې پر سيالۍ وشو چې د خالد بن وليد له لويې لارې يې د بلخ ميديوتيک تر دفتر پورې ترسره کړه.
د بلخ ميديوتيک رييس نقشبندي پژواک ته وويل چې د بايسکل ځغلونې له سيالۍ وروسته يې په ياد دفتر کې ((سوله؛ ورک شوی جنت)) تر سرليک لاندې د سولې د ورځې نمانځغونډه پيل کړه.
نوموړي زياته کړه چې د يادې غونډې په ترڅ کې تمثيلي ټوټې او يو وړوکى فلم وړاندې شو.
د شمال زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوول قاضي سيدمحمد سامع چې په ياده نمانځغونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې افغان ولس له تېرو څو کلونو د سولې تږی دی.
نوموړي زياته کړه، له بده مرغه په روانو سياسي حالاتو کې هم د سولې په نوم داسې کوم حرکت روان نه دی چې افغانان دې ورته هيله من شي.
همداراز د يادې غونډې بل ګډونوال محمدرفېع پژواک ته وويل چې ورته غونډې په افغانانو کې د سولې لپاره د کار کولو احساس پياوړی کوي.
نوموړي زياته کړه چې بايد د ورته غونډو له لارې افغانانو ته د سولې ارزښت بيان شي چې په دې غونډه کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې دغه هڅه وشوه.
بلخوا د پکتيا د سولې شورا رييس د سولې ورځې د نمانځنې پر مهال د دغه ولايت پر قومي مشرانو او ديني عالمانو غږ وکړ چې د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.
دغه څرګندونې مولوي خالقداد د وږي په ٣٠مه په ياد ولايت کې د سولې د نړيوالې ورځ په نمانځغونډه کې وکړې.
په غونډه کې د دغه ولايت د سولې شورا رييس وويل چې د سولې په راوستو کې بايد ټول افغانان ونډه واخلي څو سوله ټينګه شي.
مولوي خالقداد وايي چې په پکتيا کې د سولې لپاره ډېر کارونه شوي او دوی به په دې اړه هڅو ته دوام ورکړي.
ورپسې سياسي کارپوه احمدالله ارچيوال د ولسي مبارزې په اړه د غونډې ګډنوالو ته څرګندونې وکړې او بېلابېل اړخونه يې ورته تشريح کړل.
ارچيوال په خپلو څرګندونو کې پر سولې له بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او ويې ويل چې د سولې لپاره ولسي مبارزه خورا مهمه ده.
د يو بل خبر له مخې، په خوست کې د سولې د نړيوالې ورځې په مراسمو کې چارواکو او د مدني ټولنو غړو د افغانستان له نوي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سولې د ټينګښت لپاره پر يوه ځانګړي ميکانيزم کار وکړي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي يادو مراسمو ته په خپلو خبرو کې هيله څرګنده کړه چې نوی حکومت به د سولې د ټينګښت په برخه کې له واقعي لارو چارو کار واخلي.
هغه زياته کړه چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د سولې په برخه کې زيات پرمختګ شوی چې له امله يې په ګڼ شمېر ناامنو سيمو کې امنيت ټينګ شوى دی.
والي پر عامو خلکو هم غږ وکړ چې له حکومت سره مرسته وکړي او هغه څوک چې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي، له تاوتريخوالي لاس اخيستو او له دولت سره يو ځای کېدو ته وهڅوي.
په خوست کې د مدني ټولنې يوه فعال نصيراحمد روښان غونډې ته وويل، تر هغو چې متوازن حکومت او د پوره اعتدال تضمين ورنه کړای شي د سولې په برخه کې پرمختګ ناممکن دی.
په دغه ولايت کې د سولې د عالي شورا د کمېټې مسوول مولوي حنيف شاه وويل چې د امنيتي ارګانونو په ملتيا يې د سولې د پروسې په مخ کې پر خپل وخت د هر ډول خنډ مخنيوی کړی دی.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو څلورو کلونو کې يې د سولې له بهير سره د حکومت د وسله والو مخالفينو د يو ځای کېدو لپاره د دغه ولايت داسې سيمو ته سفرونه کړي چې تر ټولو ناامنې بلل کېدې.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP