Language

په حيرتان بندر کې د مرستو ۱۰۰ټنه  اوړه  خراب شوي

مزارشريف ( پژواک  ٤تله ٩٣): چارواکي وايي په حيرتان بندر کې د مرستو  لپاره  ۱۰۰ ټنه اوړه په ساتنځايونو کې د  ډېر وخت  د  تېرېدو  له امله خراب شوي  دي.

د بلخ ولايت د حيرتان بندر د ادارې رييس ذکرالله ارين پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېری وخت د ياد بندر له لارې  د روسيې، قزاقستان ،ازبکستان او نورو هېوادونو مرستې تر لاسه کوي.

نوموړي زياته کړه چې دغه مرستې د افغان حکومت له ادارو او يا هم له کومې موسسې سره رسمي تړاو لري، چې بايد له دوی څخه يې تر لاسه کړي.

د هغه په وينا دوی د بهرنيو هېوادونه شوې مرستې د حيرتان بندر په انګرونو (د خوراکي توکو ساتنځای) کې ساتي او مهرلاک کوي يې.

ارين وويل چې دوه کاله مخکې روسيې هېواد له افغانستان سره د سلګونو ټنو اوړو مرسته وکړه، چې زياته برخه يې لا هم په حيرتان بندر کې په انګرونو کې مهرولاک ده.

ده زياته کړه: ((دا اوس هم نږدې ۱۰۰ټنه اوړه، چې بايد په تېرو دوه کلونو کې غريبو او طبيعي پېښو ځپلو افغانانو ته وېشل شوي وای د حيرتان بندر په انګرونو کې وارسته شوي دي او  له منځه تللي.))

د هغه په وينا دغه مرسته د کوم دولتي ارګان پورې اړه لري؛ خو تر دې دمه يې چا پوښتنه نه ده کړې.

ارين وويل، چې د دوی دنده د مرستو وېشل نه بلکې تر يو وخته پورې يې ساتنه ده.

نوموړي زياته کړه، چې د يادو خرابو شوو ۱۰۰ټنه اوړو په اړه يې اړوندو ادارو او د بلخ ولايت مقام ته رسمي خبر ورکړی؛ خو تر دې دمه يې ځواب نه دى ترلاسه کړ‌ى.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې د ياد خرابو شويو اوړو په اړه د ولايت مقام نظر تر لاسه کړي خو ونه توانېد.

Related Topics