دويم تعقيب-غزني (پژواک ٤ تله ٩٣): چارواکي وايي وسله والو طالبانو د غزني د اجرستان ولسوالۍ په جګړه کې د ١٥ملکي کسانو سرونه غوڅ کړي او لسګونه کورونه يې سوزولي دي.
په دې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه ده؛ خو چارواکو د تلې په ٤مه اعلان وکړ چې طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه رسېدلي او د پوليسو څو پوستې يې نېولي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د جګړې پر مهال د ځايي خلکو کورنو ته ننوتي او ١٥ملکي کسان يې د سيمه ييزو پوليسو د خپل خپلوانو په نوم حلال کړي دي.
هغه وويل، چې دې کسانو کې ميرمنې او ماشوم هم شامل دي.
ننګ زياته کړه چې له ولسوالۍ سره يې اړيکه قطع شوې ؛خو د غزني د امنيه قوماندان په ګډون افغان سرتېري د جګړې ډګر ته رسېدلي دي.
د غزني د والي مرستيال علي احمدي پژواک ته وويل وسله والو طالبانو تراوسه د دې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د محمدخېلو او لنګرخېلو سيمو پوستې نېولي دي.
احمدي وايي چې لسګونه بهرني او افغان وسله وال هڅه کوي؛ څو دا ولسوالۍ ونيسي؛خو افغان سرتېري پر وړاندې مقاومت کوي.
ده وويل چې په روانه جګړه کې وسله والو طالبانو، پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو تراوسه يې کره شمېر نه دى معلوم.
په ورته مهال د غزني د ولايتي شورا رييس عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل چې د اجرستان ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده.
هغه وويل چې په جګړه کې ښکليو غاړو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جامع په وينا:(( طالبانو د جګړې پر مهال د ځايي خلکو ٢٥٠ کورنه سوزولي او د دې ترڅنګ معلومات ښيي چې تراوسه ١٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې وسله والو طالبانو تراوسه ياده ولسوالۍ نه ده نېولې؛ خو ولسوالۍ ته څېرمه يې د پوليسو ډېرې پوستې نېولي دي.
احمدي د ځايي خلکو د کورنو د سوزولو راپورنه رد کړل او داعا يې وکړه چې په دې جګړه يې ډېرې وسلې نېولي او لسګونه افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.