کابل ( پژواک، ٦ تله ٩٣ ) : په غزني ولايت کې يو افغاني الاصل استراليايى وګړى د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوى دى.
استراليايي رسنيو د تلې په ٦مه، خبر ورکړى، چې دغه وګړى سيد حبيب نومېده او ٥٦ کاله عمر يې درلود.
سرچينې زياته کړې ، سيد حبيب افغانستان ته په سفر تللى او تېره اونۍ په داسې حال کې ، چې د غزني له جاغوريو ولسوالۍ څخه د ښار پر لوري روان و، په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوى و.
په راپور کې راغلي ، چې تر تښتول کېدو درې ورځې وروسته په داسې حال کې د هغه جسد وموندل شو، چې درې ځايه پر مرميو ويشتل شوى و.
ځايي اوسېدونکو ويلي، چې تر وژل کېدو مخکې هغه شکنجه شوى . د نوموړي په جاغوريو ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل شوى دى.
د استراليا د بهرنيو چارو وزير ويلي، په دې اړه يې پلـټنې پيل کړي او له خپلو وګړو يې غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
په ياد راپور کې راغلي، چې سيد حبيب له ٢٠٠٠ زېږديز کال راهيسې په استراليا کې اوسېده او ددې هېواد تابعيت يې هم ترلاسه کړى و.
د غزني ولايت د والي مرستيال محمدعلي احمدي پژواک اژانس ته وويل چې د سيدحبيب په نامه دا کس د جاغوري ولسوالۍ د لرګه په سيمه کې له موټر ښکته شوى دى.
هغه وايي چې وسله والو طالبانو له نوموړي سرغوڅ کړى وو.
د نوموړي د تره زوى حميدالله پژواک ته وويل چې سيد حبيب له ٦ کلونو راهيسې په اسټراليا کې اوسېدو او کلي ته د راتګ پر مهال طالبانو نيولى او وروسته يې وژلى دى.
هغه تاييد کړه چې طالبانو يې د تره د زوى سر غوڅ کړى وو.