تالقان (پژواک ٦ تله ٩٣): په تخار ولايت کې د وسله والو د ممکن نفوذ او له کندوز ولايته د ور اښتو وسله والو د مخنيوي په موخه چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات له تېرو درېيو ورځو راهيسې د ګډو پوځيانو له لوري د اشکمش په ولسوالۍ کې پيل شوي او نور سيمو ته به هم وغځېږي.
په دې ولسوالۍ کې ياد عمليات وروسته له هغه پيل شول چې تېره مياشت وسله والو طالبانو څو ځلې پر دې ولسوالۍ بريدونه وکړل.
ځايي چارواکو ويلي وو چې وسله وال طالبان د کندوز او بغلان له ولايتونو ور اوړي او دلته پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.
د والي وياند وايي: ((تر اوسه په اشکمش کې٣٠ کلي له وسله والو پاک شوي، عمليات دوام لري. دوه شکمن وسله وال مو نيولي چې پوښتنې ترې روانې دي.))
تيمور وايي شرشر،کوکه بلاق او ځدراڼ د اشکمش ولسوالۍ په هغو لسګونو کليو کې راځي چې مخکې تر دې په کې مخالفين واکمن وو.
ده وويل، وسله والو به له دغو سيمو پر امنيتي ځواکونو بريدونه کول؛ خو اوسمهال له دغو سيمو پر شا شوي دي.
د تخار د والي د وياند په خبره، طالبان غواړي په خواجه غار ولسوالۍ کې سيمې لاندې کړي او کله چې په کندوز کې ورباندې فشار ډېر شي دلته پناه راوړي.
خو په خبره يې چې په سرحدي سيمو کې يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
په همدې مهال بيا د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير وايي، مخکې تر دې چې امنيتي ځواکونه سيمې ته ورشي مخالفين له سيمې تښتېدلي دي.
اسير وايي که په اشکمش کې د عملياتو پر مهال له امنيتي ځواکونو سره هوايي ملاتړ نه وي دغه ډول عمليات به پايله ور نه کړي.
ده وويل: ((اشکمش غرنيزه ولسوالۍ ده چې له کندوز او بغلان ولايتونو سره ګډه پوله لري، په دې ولسوالۍ کې ډېر عمليات شوي، کله چې امنيتي ځواکونه سيمې ته ورشي مخالفين سيمه پرېږدي غرونو ته تښتي. له امنيتي ځواکونو سره هوايي ملاتړ کولی شي چې هغوى په نښته کړي او د تېښتې لارې يې بندې کړي.))
د ذبيح الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې تر عملياتو وروسته بايد په سيمه کې امنيتي پوستې واچول شي.
هغه وويل چې په دې ولسوالۍ کې به پوځي عمليات پايلې ولري خو حکومت يې بايد د همېشه لپاره د مخنيوي په موخه لاره چاره پيدا کړي.
نوموړي زياته کړه چې د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې لا هم عمليات روان دي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه دا عمليات په داسې حال کې پيلېږي چې په دې وروستيو کې خواجه غار او د يو شمېر نورو سيمو امنيت خراب شوى دى.