کندهار (پژواک ١٥ تله ٩٣):چارواکي وايي، چې په کندهار کې دوو چاودنو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دې ولايت په درېيو ولسواليو کې ٩ وسله وال وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
د ژېړۍ ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودونه تېره ورځ د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په اشغو سيمه کې پر يو موټر شوې، چې له امله يې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يو نوکريوال ډاکټر هم وويل چې له يادې چاودنې د درېيو ملکي وګړو مړي دې روغتون ته وروړل شوي دي.
خو وسله وال طالبان وايي، چې وژل شوي درې واړه سيمه ييز پوليس دي، چې په کې د هغوى قوماندان عبدالله جان هم شامل دى.
بل خوا د ښوراوک ولسوال عبدالنافع بړېڅ وايي چې تېره ورځ ماښام د ښوراوک ولسوالۍ په پکار سيمه کې د ملکي وګړو پر ټراکټور چاودنه وشوه چې له امله يې يو تن وژل شوى او د هغه دوه ماشومان ټپيان دي.
د دې تر څنګ د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند فهيم رحيمي وايي چې د کندهار په درېيو ولسواليو غورک، شاوليکوټ او ميوند کې له تېرې ورځې راهيسې ٩ وسله وال وژل شوي او ١٠ نور ټپيان شوي دي.
هغه وايي، په غورک او شاوليکوټ ولسواليو کې وسله والو مخالفينو د ملي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، چې په ځوابي بريد کې ٩ وسله وال ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
هغه زياته کړه، په دغو نښتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ بيا وايي چې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې ٤ وسله وال ټپيان شوي او يو مشکوک کس نيول شوى دى.
د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.