ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ والي: د امنيتي سند تر لاسليک وروسته پاکستان ١٥٦ توغندي را ويشتي

author avatar
9 Oct 2014 - 18:12
author avatar
9 Oct 2014 - 18:12

اسعداباد (پژواک ١٧ تله ٩٣): د کونړ چارواکي وايي چې د پاکستاني پوځيانو له خوا پر دغه ولايت بريدونه کم شوي، خو درېدلي نه دي.

د کونړ والي شجاع المــلک جـــلاله د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوي حکومت له جوړېدو او له امريکا سره د امنيتي سند تر لاسليک وروسته د پاکستان له خوا توپچي بريدونه کم شوي دي.

خو هغه زياته کړه چې دغه بريدونه بشپړ نه دي درېدلي او له تېرو لسو ورځو راهيسې پر سرحدي ولسواليو د پولې له پورې غاړې ١٥٦ توغندي ويشتل شوي دي.

د نوموړي په وينا، ډېرى دغه توغندي پر دانګام ولسوالۍ لګېدلي چې له امله يې خلکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.

جلاله له مرکزي مسوولينو وغوښتل چې د امنيتي سند تر لاسليک وروسته دې د پاکستان له خوا پر دغه ولايت د توغنديو د ويشتلو مخه ونيسي او له امريکا يې وغوښتل چې له افغانستان سره په دې اړه پر خپلو کړو ژمنو وفا وکړي.

د دانګام ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالولي وايي چې له تېرو لسو ورځو راهيسې توغندي کم شوي خو بند شوي نه دي.

ده پژواک ته وويل: ((موږ فکر کاوه چې د نوي حکومت په جوړېدو او له امريکا سره د امنيتي سند په لاسليک سره به دا بريدونه بند شي، خو داسې ونه شول.))

د يادونې وړ ده چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې پر دې ولايت د پاکستانيو پوځاينو لخوا تر شپږو زرو زيات توغندي ويشتل شوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه کورنۍ کډوالې شوې او خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.