ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٤٠ وسله والو او لسو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

٤٠ وسله والو او لسو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
12 Oct 2014 - 11:55
٤٠ وسله والو او لسو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
12 Oct 2014 - 11:55

جلال اباد- اسعداباد (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو او عملياتو پر مهال ٤٠ وسله والو او ١٠ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ د کوډيو په سيمه کې د ايساف بې پيلوټه الوتکې بريد کړى چې په پايله کې يې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي وويل چې ياد وسله وال په بټي کوټ کې د مېشتو هغو مهمو وسله والو له ډلې وو چې ډېرى وختونه به يې پر پوليسو بريدونه کول.

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى سيدامين وايي چې بريد د دوى د کور په يو کيلومترۍ کې شوى چې پر وژل شوو سربېره درې کسان ټپيان شوي هم دي.

همداراز مشرقيوال زياته کړه چې پرون ناوخته د اچين ولسوالۍ د لال کلا په سيمه کې هم بې پيلوټه الوتکې بريد کړى او درې وسله وال يې وژلي دي.

د مشرقيوال په خبره چې وړمه شپه ناوخته د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ اړوند د ملي پوليسو پر يوې پوستې وسله والو مخالفينو بريد کړى و چې له امله يې نښته رامنځته شوه.

دى وايي، په نښته کې د يوه پاکستاني په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او درې نور سخت ټپيان وو چې ښايي د لېږد پر مهال يې سا ورکړې وي.

د مشرقيوال په وينا چې په نښته کې دوى يو شمېر وسلې او مهمات او ځيني نور د جاسوسۍ وسايل هم ترلاسه کړي دي.

هغه زياتوي چې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه دا هم وويل چې تېره شپه ناوخته ګډو افغان ځواکونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي چې په پايله کې يې دوه وسله وال وژل شوي او يو ټپي دى.

 نوموړى وايي چې په عملياتو کې يو شمېر شکمن کسان هم نيول شوي او اووه ميله بېلابېلې وسلې هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 

ياده دې وي چې د ننګرهار بټي کوټ، اچين او پچيراګام ولسوالۍ هغه سيمې دي چې وخت ناوخت په کې د نا امنۍ پېښې رامنځته کېږي.

وسله والو طالبانو هم د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د يو شمېر دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

بلخوا د کونړ ولايت چارواکي هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړى دى.

امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو مخالفينو د ماڼوګي ولسوالۍ د ليچلام په سيمه کې د عامه نظم د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

سيدخېل وويل چې د پوليسو په ځوابي بريدونو کې ٦ وسله وال هم وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ماڼوګي په نښته کې پنځه پوليس وژل شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي اردو پنځه سرتېري د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.