Language

د بلخ پر امنيه قوماندانۍ بريد کې ١٨ تنه ټپيان شوي

دويم تعقيب _ مزارشريف (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د بلخ ولايت پر امنيه قوماندانۍ په شوي وسله وال بريد کې د پوليسو په ګډون ١٨ تنه ټپيان شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري ،د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن د غرمې دوولس بجې وشو.

هغه زياته کړه، دوو وسله والو چې د پوليسو جامې يې پر تن وې، په داسې حال کې پر امنيه قوماندان ډزې پيل کړې، چې يو شمېر پوليسو د غرمې ډوډۍ خوړه.

سرچينې زياته کړه، تر څو د قيقو وروسته دواړه بريد کوونکي ووژل شول .

قادري وويل، په دې بريد کې ٩ پوليس  ټپيان شوي چې روغتون ته ددرملنې لپاره لېږدول شوي دي.

خو د مزار شريف د ملکي روغتون رييس ډاکټر ميرويس ربيع پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته له قوماندانۍ څخه ١٨ ټپيان راوړل شوي دي.

هغه زياتوي چې په ټپيانو کې پوليس، د اشپزخانې کارکوونکي او تخنيک کاران شامل دي.

د نوموړي په وينا، د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و او تر عملياتو لاندې دي.

د صادق په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې غرمه مهال ناڅاپه پر امنيه قوماندانۍ ډزې پيل شوې. 

دى وايي چې تر نيم ساعت زياته جګړه وشوه او اوس ډزې کرار شوې دي.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز ځانمرګى بريد شوى ؛چې له امله يې ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.