Language

له کندهاره د ٣،٥ ميليونه ډالرو به ارزښت انار صادر شوي

کندهار (پژواک ٢١ تله ٩٣): د کندهار د سوداګرۍ خونو مسوولين وايي، تر دې مهاله له دغه ولايته د ٣،٥ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت ١٠زره ټنه انار بهر ته صادر شوي او دا لړۍ روانه ده.

دغه راز چارواکي وايي چې سږ کال به د يوه قرارداد له مخې يوه اندازه انار روسيې ته هم صادر شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا پژواک خبري اژانس ته وويل، د انارو د حاصلاتو له پيله تر دې مهاله ١٠زره ټنه انار بهر ته صادر شوي چې ټوليز ارزښت يې ٣،٥ ميليونه ډالره کېږي.

هغه زياته کړه، د انارو د صادراتو ډېره برخه پاکستان او له هغه ځايه هندوستان ته صادر شوي؛ خو د يوه قرارداد له مخې به سږ کال روسيې ته هم صادر شي.

نوموړي وويل، څو ورځې وړاندې د سوداګرۍ خونې يوه پلاوي په کابل کې د روسيې له سفير سره ليدلي او دغه هېواد ته يې د انارو پر صادرېدو خبرې کړې دي.

د ده په خبره، ټاکل شوې د يوه قرارداد له مخې به روسيې ته له ٥٠٠ تر ١٠٠٠ ټنه انار صادر شي چې د کيفيت او بيې په اړه يې وار له مخه د روسيې هېواد اړوندو چارواکو ته معلومات ورکړل شوي دي.

دى وايي، روسيې ته د انارو د صادراتو غوښتنه داسې مهال شوې چې د حاصلاتو موسم يې نيمايي ته را رسېدلى او سوداګرو ګڼ قراردادونه کړي، که وختي واى، نو کېداى شواى دغه هېواد ته ډېر انار لېږدول شوي واى.

خو هغه هيله وښوده چې دغه اقدام به په راتلونکو کلونو کې هم د باغ لرونکو او هم د مېوې د سوداګرو لپاره ډېر اغېزمن او ګټور وي.

دى وايي، اوس مهال نه يوازې د کندهار د انارو، بلکې د نورو مېوو يوازېنى مارکېټ پاکستان دى، چې ډېره ګټه په کې نشته، خو که د روسيې تر څنګ ځينو نورو هېوادونو ته هم د مېوو د صادراتو اسانتياوې برابرېږي، نو باغ لرونکو ته به يې ګټه ډېره وي.

بينا زياتوي چې کلونه وړاندې د سردارمحمد داود خان د واکمنۍ پر مهال له کندهار څخه په پراخه کچه وچه او لنده مېوه روسيې ته صادرېده چې په بدل کې به يې افغان سوداګرو نيکلي لوښي، روسي ساعتونه او د اړتيا وړ نور توکي را واردول.

دى وايي، که د صادراتو او وارداتو دا لړۍ بيا پيل شي، ګټور اقدام دى؛ ځکه د هوايي ترانسپورت د نشتوالي له امله د اروپايي هېوادونو مارکېټونو ته د سوداګرو لاسرسى نه شي کېداى، خو روسيې ته د ځمکې له لارې د ترکمنستان او حيرتان بندر له لارې صادرات په اسانۍ کېداى شي.

د سوداګرۍ خونې دغه مرستيال د انارو د حاصلاتو په اړه وويل چې د ځينو موسمي ناروغيو او افاتو له امله يې سږ کال کچه او کيفيت ټيټ دى، خو په دې سربېره هر کال په دغه ولايت کې د نوو باغونو د جوړېدو او رسېدو له امله د انارو د حاصلاتو کچه لوړېږي.

هغه وويل، اوسمهال له کندهار څخه په ورځ کې ١٠٠٠ ټنه انار صادرېږي چې ٥٠٠ ټنه يې د سپين بولدک له لارې پاکستان او هندوستان او ٥٠٠ ټنه نور يې کابل او نوو ولايتونو ته لېږدول کېږي.

بينا تمه وښوده چې د حاصلاتو تر پايه به له دغه ولايت څخه د انارو صادرات ټولټال ٤٠ زره ټنه وي.

ارغنداب د کندهار له هغو ولسواليو ده چې تر ټولو ډېر د انارو حاصلات لري، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم سږ کال د انارو له کيفيت څخه سر ټکوي او وايي، ځينو ناروغيو انار زيانمن کړي دي.

د ارغنداب د هديرې کلي يوه باغ لرونکي نظر جان پژواک اژانس ته وويل، د افاتو او امراضو پر مهال په بازار کې پيدا کېدونکي درمل کاروي، خو هيڅ اغېز نه لري او ډېر مهال د ګټې پر ځاى انارو ته تاوان رسوي.

دى وايي، دولت ورسره کومه ځانګړې مرسته نه ده کړې، خو دومره دې وکړي چې زراعتي درمل کنټرول کړي او د هغو درملو د را واردولو مخنيوى دې وکړي، چې باغونو ته يې زيان رسوي.

نوموړي دغه راز دا هم وويل، له همدې امله ډېر مهال د چاودلو انارو کچه هم لوړېږي چې ټول ضايع کېږي.

دى وايي، که حکومت په دې ولايت کې د جوسو يوه فابريکه جوړه کړي، نو له چاودلو انارو به په دې فابريکه کې جوس جوړېږي.

د کندهار د لندې مېوې يو سوداګر حاجي عبدالباري بيا وايي چې په تېرو ديارلسو کلونو کې په وار وار ژمنې وشوې چې د دغه ولايت انارو، انګورو او نورو مېوو ته به نړيوال بازارونه موندل کېږي او د هوايي لېږد اسانتياوې به برابرېږي، خو هيڅ هم ونه شول.

دى وايي، نوى حکومت دې په دې برخه کې اقدام وکړي، تر څو د کندهار مېوې د اروپا او امريکا تر بازارونو لاره وکړي چې په دې توګه به د هېواد اقتصاد ته ډېره ګټه ورسېږي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال پاکستان ته د مېوو د صادراتو په برخه زياتې ستونزې ګالي؛ ځکه ډېره ګټه ورباندې پاکستاني سوداګر کوي او هغوى يې د خپل هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادروي.

Related Topics