Language

ولسمشر: کندهار کې دې د چارو د سمون او مشورو په موخه لويه قومي شورا جوړه شي

کندهار (پژواک ٢٤ تله ٩٣): ولسمشر اشرف غني احمدزي د کندهار له اوسېدونکو وغوښتل چې يوه لويه قومي شورا جوړه کړي، تر څو هم ده ته او هم د کندهار ولايت چارواکو ته د کارونو د سمون او ښه والي په موخه مشورې ورکړي.

ولسمشر دغه څرګندونې د کندهار له والي، رييسانو او قومي مشرانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې وکړې.

په دغه کنفرانس کې لومړى د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د ولايت په کچه د ستونزو يادونه وکړه او د هغو حل يې وغوښت.

ويسا وويل، که څه هم په دغه ولايت کې امنيتي حالت ښه دى، خو د امنيتي ځواکونو اکمال او تجهيز او د جګړو پر مهال له لرې سيمو د ټپيانو د لېږد لپاره د اسانتيا نشتوالى، لويه ستونزه ده چې بايد حل شي.

هغه دغه راز د کندهار اوسنى زندان د بنديانو لپاره تنګ وباله او زياته يې کړه چې دغه زندان کلونه مخکې د دغه ولايت د ډېر کم نفوس لپاره جوړ شوى، خو دا مهال په کې دوه زره بنديان ساتل کېږي؛ په کار ده په دغه ولايت کې يو بل زندان هم جوړ شي.

نوموړي د حکومتولۍ په برخه کې د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل، دا مهال په شاوخوا ٧  سرحدي او نورو ولسواليو کې د حکومتي چارو د ترسره کولو لپاره ودانۍ نشته او له مرکز سره د پخو سړکونو په وسيله وصل نه دي، چې پر همدغه بنسټ د ماينونو او نورو امنيتي ګواښونو له امله دغو ولسواليو ته تګ راتګ ستونزمن دى.

هغه په ولايتي کچه د صلاحيتونو نه درلودل هم د يوې ستونزې په توګه ياده کړه او ويې ويل، چې تر ډېره بريده صلاحيتونو په مرکز کابل کې متمرکز دي او ان کله کله د ډېرو جزوي مسايلو د حل لپاره هم مرکز ته انتظار باسي.

نوموړي په دې لړ کې د مامورنيو د استخدام موضوع هم ياده کړه، چې په وينا يې ډېره پېچلې ده او ډېر مهال په کې غير ضروري کسان مداخلې کوي او هغه داسې چې وزير له معين او معين له وزيره خبر نه وي، خو بېلابېلو کسانو ته يې د ګومارنې مکتوبونه ورکړي وي.

ويسا دغه راز د کرنې وده هم ډېره مهمه وګڼله او يادونه يې وکړه چې په دغه ولايت کې د کرنې په برخه کې د مېرمنو برخه لږ ده، په داسې حال کې چې دلته ډېرې بې سرپرسته مېرمنې ژوند کوي.

نوموړي په کندهار کې د برېښنا کمښت تر ټولو لويه ستونزه ياده کړه او ويې ويل، په عادي حالاتو کې کندهار ٤٠ مېګاواټه برېښنا لري، په داسې حال کې چې اصلي اړتيا يې له ١٥٠ تر ١٧٠ مېګاواټه پورې ده.

هغه د خپلو خبرو په لړ کې له بې روزګارۍ او د ځوانانو لپاره د مناسبو تفريح ځايونو او سالمو بوختياوو له نشتوالي هم يادونه وکړه او ويې ويل، ډېر ځوانان له همدې امله ناامنيو او د مخالفينو ليکو ته مخه کوي.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره ډېرې پيسې لګېدلې دي خو څرګنده پايله يې نه ده لرلې.

ده له ولسمشر څخه وغوښتل چې په دې برخه کې دې لازم اصلاحات راشي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصرالله زهير له ولسمشره وغوښتل چې په دغه ولايت کې دې کرنې او صنعت ته وده ورکړاى شي.

هغه زياته کړه، تر ټولو لومړنۍ اړتيا برېښنا ده چې بايد غم يې وخوړل شي، دغه راز د صنعتي پارک نيمګړي خدمات دې بشپړ کړاى شي.

نوموړي د سوداګرۍ پر وړاندې د پرتو خنډونو يادونه وکړه او ويې ويل چې پر تجارتي توکو دې ګمرکي تعرفه ټيټه شي، محصول او ماليه دې د کال په پاى کې واخيستل شي او د توکو د لېږد رالېږد لپاره دې حلقوي سړک جوړ شي؛ ځکه اوس باروړونکي موټر د ښاروالۍ له لوري پر جوړو شوو سړکونو تګ راتګ کوي، چې زيانمنېږي.

د کندهار يوه قومي مشر حاجي محمد عيسى خان له ولسمشره پر ولايتي چارواکو د نظارت او څارنې غوښتنه وکړه او دغه راز يې زياته کړه چې په دغه ولايت کې د پوهنې حالت ډېر خراب دى.

ده وويل، دا مهال په دغه ولايت کې ٦٥ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، د دې تر څنګ په ډېرو سيمو کې ښوونځي تش په نوم دي، معاشونه يې اخيستل کېږي، خو نه په کې ښوونکى شته او نه زده کوونکي.

نوموړي په دغه ولايت کې د عامه پوهاوي په برخه کې د معياري رسنيو ملاتړ او ډېروالى وغوښت.

د کندهار ولايت د چارواکو د غوښتنو پر وړاندې له ارګ څخه د ويډيو کنفرانس له لارې ځوابونه وويل شول او ژمنې يې وکړې چې ستونزې به هواروي.

د کورنيو چارو وزير عمر داوودزي وويل، د هغوى لپاره د کندهار امنيت مهم دى او دا مهال په کې د ملي اردو او نورو ځواکونو تر څنګ ١٠زره پوليس د امنيت ساتنې پر دنده بوخت دي، خو له لري سيمو د ټپيانو د لېږد په برخه کې ستونزه به د بهرنيو ځواکونو په مرسته ژر حل کړي.

نوموړي د زندان د تنګوالي ستونزه جدي وګڼله او ويې ويل چې دغه ستونزه به ژر هواره شي، خو تر څنګ يې د زندان پر مديريت هم اندېښنه وښوده او ويې ويل چې له دغه زندان څخه څو ورځې وړاندې د نشه يي توکو يو لوى قاچاق وړونکى خوشى شوى دى.

د کورنيو چارو د وزير د خبرو په دوام ولسمشر اشرف غني هم والي ته امر وکړ چې ژر تر ژره دې خوشى شوى قاچاق وړونکى ونيول شي او په دې اړه دې قاضي تر جدي تحقيق لاندې ونيسي.

د پوهنې وزير فاروق ودرګ وويل چې وزارت يې دا مهال په کندهار کې ٥١١ ښوونځي لري، چې ١٤٩ يې تړلي دي او ٤٧ يې جديد التاسيس دي او سږ کال په کې ٣١زره نوو زده کوونکى شموليت کړى دى.

هغه هم دا ومنله چې ٦٥ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، خو ويې ويل چې د نوو ودانيو د جوړولو تر څنګ به په راتلونکو درېيو اونيو کې په دغه ولايت کې يو لوى دارالعلوم، دارالمعلمين، ليليې او نور پرانيستل شي.

نوموړي ناامني، اداري فساد او وظيفوي غفلت د پوهنې د بهير پر وړاندې لوى خنډونه ياد کړل چې له ولايتي چارواکو او قومي مشرانو يې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د برېښنا، روغتيا، کرنې، لوړو زده کړو او ځينو نورو برخو کې هم وزيرانو په خپل وار د ستونزو د هواري ژمنې وکړې.

وروسته ولسمشر اشرف غني په خپلو څرګندونو کې وويل چې په کندهار ولايت کې دې يوه لويه قومي شورا جوړه شي چې د چارو د سمون او ښه والي لپاره هم ده ته او هم ولايتي چارواکو ته مشورې ورکړي.

هغه زياته کړه، هڅه کوي په کندهار کې د سړکونو د جوړېدو تر څنګ د رېل پټلۍ جوړه شي او دغه ولايت په يوه لوى تجارتي مرکز بدل شي.

نوموړي د ستونزو د هواري په موخه يادونه وکړه چې له دې وروسته به د وزارتونو او ولايتونو تر منځ ليکلي تړونونه کېږي او دى په خپله به يې د تعقيب او څارنې چارې ترسره کوي.

ولسمشر د کندهار د پوهنې په برخه کې کيفيت او څرنګوالى مهم وګاڼه او له ولايتي چارواکو او قومي مشرانو يې وغوښتل چې د پوهنې د بهير هر اړخيز تفتيش دې وکړي او په دوو مياشتو دننه کې دې د زده کوونکو د اسانتيا په خاطر ليليې جوړې شي.

د سوداګرو د ستونزو او پر تجارتي اموالو د ګمرکي تعرفې د ټيټوالي په اړه ولسمشر يادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه د هېواد په کچه له سوداګرو سره غونډه کوي.

د يادونې ده چې ولسمشر د خپلې دندې تر پيلولو وروسته، د يو شمېر نورو ولايتونو له واليانو او قومي مشرانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې او د ستونزو د حل پر لارو چارو يې خبرې کړې دي.

Related Topics