ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې تنه د ولسمشر اشرف غني د لاسليک د جعل کولو په تور نيول شوي

درې تنه د ولسمشر اشرف غني د لاسليک د جعل کولو په تور نيول شوي

author avatar
16 Oct 2014 - 20:18
درې تنه د ولسمشر اشرف غني د لاسليک د جعل کولو په تور نيول شوي
author avatar
16 Oct 2014 - 20:18

پژواک (پژواک ٢٤ تله ٩٣): د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د ولسمشر د تقلبي لاسليک په تور درې تنه نيولي دي.

د کونړ د والي شجاع الملک جلاله په وينا، يادو کسانو غوښتل چې د ولسمشر اشرف غني له جعلي لاسليک څخه په ګټې دوه موټر چارتراش لرګي پاکستان ته ولېږدوي.

والي وويل، ياد درې کسان د کونړ او ننګرهار ولايتونو اوسېدونکي دي، چې درې ورځې وړاندې يې د مقام ولايت ته يو مکتوب سپارلى و او په دغه مکتوب کې، چې د ولسمشر لاسليک هم په کې شتون درلود، د کابل د قرغې په سيمه کې د جومات د جوړولو لپاره د دوه موټرو چارتراش لرګيو غوښتنه شوې وه.

هغه وايي: “په هر ده سلند موټر کې يې د ٢٠٠٠ فوټه چارتراش لرګيو لېږدول غوښتل.”

سرچينې زياته کړه، ياد درې کسان هغه مهال نيول شوي، چې چارواکي د ولسمشر له لوري د لرګيو د حکم د لېږد د څرنګوالي په اړه شکمن شوي وو، چې له هغه وروسته يې له ولسمشر سره اړيکه نيولې، خو ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې اړه بې خبرې څرګنده کړې ده.

امنيتي چارواکي، په داسې حال کې چې تر اوسه پورې يې د نيول شويو کسانو هويت نه دى په ډاګه کړى او دوى يې عادي کسان بللي، خو وايي چې د هغو کسانو د پېژندلو چې د يادې موضوع تر شا لاس لري، څېړنې پيل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم له هېواده بهر په ځانګړي ډول پاکستان ته د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د چارتراش د لرګيو له قاچاق خبر ورکړل شوى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.