Language

د بايزيد روښان د مسلکي زده کړو انسټيټيوټ فعاليت پيل کړ

کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٣): د هېواد د نا امنو او سرحدي سيمو د زده کوونکو لپاره په کابل کې د “بايزيد روښان” په نوم د مسلکي زده کړو د ليليې لرونکي انسټيټيوټ پر فعاليت پيل وکړ.

د سرحدونو او قبايلو چارو مسلکي معين عبدالمالک صديقي د دغه انسټيټيوټ د پرانيستې په غونډه کې وويل چې دغه روزنيز مرکز د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا د پوهنې له وزارت سره په همغږى جوړ شوى دى.

د هغه په وينا، دغه انسټيټيوټ دا مهال د ساختماني چارو انجنيري، کرنې، اقتصاد او کمپيوټر ساينس څانګې لري.

دى وايي چې دا مهال په دغه انسټيټيوټ کې٢٥٠ تنه پر زده کړو بوخت دي، خو په راتلونکي کې به يې د څانګو او زده کوونکو شمېر ډېر شي.

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي چارو معين محمد اصف ننګ په ياده غونډه کې وويل چې ياد ٢٥٠ تنه هغه کسان دي چې د کانکور په ازموينه کې بې پايلې پاتې شوي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، د دغه انسټيټيوټ اول نومره فارغان کولاى شي چې پرته له ازموينې په اړوند برخه کې د لوړو زده کړو په دولتي موسسو کې شامل شي.

د ليليې لرونکي دغه انسټيټيوټ د رحمان بابا د لېسې په يوه ودانۍ کې فعاليت پيل کړى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.