ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې لس  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کونړ کې لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Oct 2014 - 15:22
په کونړ کې لس  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Oct 2014 - 15:22

اسعد اباد ( پژواک ٢٨ تله ٩٣ ) : د کونړ ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو په بېلابېلو بريدونو کې لس  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چمبېل په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د وسله والو مخالفينو له خوا فير شوې مرمۍ د  غلام حسين په نامه د سيمې د يوه اوسېدونکي پر کور لګېدلي چې له امله يې درې ماشومې نجونې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دى وايي چې په مړو او ټپيانو کې پنځه نجونې او يو هلک دى، چې عمرونه يې تر لس کلونو کم وو.

امنيه قوماندان وويل چې دغه راز په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ د خان محمد پر کور لګېدلې، چې له امله يې څلور مېرمنې ټپيان شوې دي.

د هغه په وينا،ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو دهغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.