Language

مقر کې په لومړي ځل د فوټبال سيالۍ ترسره شوې

غزني ښار(پژواک ۳۰ تله ۹۳): د غزني  ولايت  په مقر ولسوالۍ کې د شپږو ولسواليو د فوټبال   لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ سيالۍ د قره باغ ولسوالۍ په اتلوالۍ پاى ته ورسېدې.

د مقر ولسوالۍ سرپرست وحيدالله وايي،دغه سيالۍ دمقر،قره باغ، ګيلان،اندړ، واغز او  جاغوري ولسواليو ترمنځ  د ”سيارې” د دفتر په مرسته  پيل شوې وې.

وحيدالله وايي: (( د دې سياليو موخه د سپورټ په برخه کې د ځوانانو هڅونه او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ده . دا سيالۍ به په راتلونکي کې دوام وکړي.))

دى زياتوي،دغه سيالۍ درې ورځې مخکې پيل شوې وې، چې نن د قره باغ  ولسوالۍ په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د مقر ولسوالۍ د فوټبال لوبډلې لوبغاړى  ډاکټر صديق وايي، خوښ دى  چې د لومړي ځل لپاره د غزني په يوه ناامنه ولسوالۍ کې داسې لوبې ترسره کېږي.

ده وويل،د سپورټ په برخه کې زياتې ستونزې شته، خو بياهم دوى خپلو لوبو ته ادامه ورکوي

ددې ولسوالۍ د فدراسيون مسوول حبيب الله جان وايي،دغه سيالۍ يې يواځې د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره کړې دي .

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: (( پخوا دلته د مرمۍ غږ اورېدل کېده او د سپورټ  له نوم سره څوک اشنا نه وو، خو اوس چې امنيت راغلى خلک بېرته خپل ژوند ته راګرځېدلي دي.))

د غزني مقر ولسوالۍ د غزني ښار سوېل ته په ۱۰۳ کيلومترۍ کې پرته ده ، چې تېرکلونه يې امنيتي حالت ډېر خراب بلل کېده.

Related Topics