Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ خلک: د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د جګړې بهانه نه ده پاتې

author avatar
23 Oct 2014 - 17:44
author avatar
23 Oct 2014 - 17:44

اسعد اباد ( پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د کونړ ولايت يو شمېر قومي مشران او ديني عالمان وايي، چې له دې ولايت څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي او وسله وال مخالفين بايد نور له جګړې څخه لاس واخلي.

په دې ولايت کې چې امريکايي ځواکونه مېشت وو، پرون يې خپله وروستۍ پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله او په بشپړه توګه له دې ولايت څخه ووتل.

د کونړ ولايت د مرکز په ګډون د يوشمېر ولســـواليو قــــومي مشــرانو او ددې ولايت د علماوو شورا مشر له وسله والو مخالفينو وغوښتل ، چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يوځای شي.

په دې اړه د ولايت په مرکز کې د لړم په لومړۍ نېټه جوړې شوې غونډې ته د علماوو شورا مشر مـولوي عبدالرحمن وويل چې اوس له دې ولايت څخه ټول بهرني سرتېري وتلي ، نو  وسله وال مخالفين له دې وروسته له چا سره جګړه کوي.

هغه پر وسله والو طـــالبانو غږ وکړ چې نور له جګړو لاس واخلي ، د سولې له بهير سره يو ځای شي او پر قومي مشرانو يې غږ وکړ، چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د مولوي عبدالعزيز په نامه يوه بل ديني عالم له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې داسې کارونه ترسره کړي، څو د خلکو زړونه وګټي.

هغه زياته کړه، دا چې اوس له دې ولايت څخه بهرني ځواکونه وتلي ، نو دسولې شورا دې خپل فعاليتونه ولسواليو ته وغځوي او وسله وال مخالفين دې وهڅوي چې نور له جګړې لاس واخلي.

قومي مشر حاجي محمد روزي بيا د قومي خلکو په استازولۍ خبرې وکړې او ويې ويل چې نور بايد بهرنيانو ته دا اجازه ورنه کړل شي چې پر افغانانو جګړه وتپي.

نوموړي زياته کړه : ((دا زموږ د هر قومي مشر او ديني عالم مسووليت او فرض دى چې دخپل هېواد د ساتنې لپاره خپلو امنيتي ځــواکونو ته لاس ورکړو او د پرديـــو ټول هغه پرګرامونه شنډ کړو چې زموږ د هېواد په زيان وي.))

په کونړکې د سولې ولايتي ادارې مسوول محمد اسماعيل منيب وويل چې نور وسله والو ته کومه بهانه پاتې نه ده چــې خپلو جګړوته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه، چې بهرنيان له دې ولايت څخه وتلي او افغان ملي ځواکونه ددې خاورې بچيان دي.

دى وايي : (( زموږ سيمه د ګاونډي هېواد دلاسوهنو له امله بې امنه شوې ده، دغه هېواد نه غواړي چې زموږ په هېواد کې سوله تامين شي. ))

هغه له خلکو وغوښتل چې بايد په ګـــډه سره په عملي توګه د امنيت په ټينګښت کې او د سولې په راوستلوسره ګامونه پورته کړي.

دکونړ والي شجاع الملک جلاله خان وويل چې تېره ورځ له کونړ څخه ټول بهرني ځواکونه    ووتل .

ده زياته کړه، چې اوس يو بهرنى سرتېرى هم په کونړ کې نه دى پاتې او خپل ټول وسايل يې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

هغه وايي چې امريکايي ځواکونو په دې ولايت کې د څلور سوه ميليونه ډالرو په  لګښت د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.