Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورګل ولسوالۍ کې خلکو د وسله والو مخالفينو پر ضد پاڅون وکړ

نورګل ولسوالۍ کې خلکو د وسله والو مخالفينو پر ضد پاڅون وکړ

author avatar
26 Oct 2014 - 17:18
نورګل ولسوالۍ کې خلکو د وسله والو مخالفينو پر ضد پاڅون وکړ
author avatar
26 Oct 2014 - 17:18

اسعد اباد ( پژواک، ٤ لړم ٩٣ ) : د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو په خپلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد وسله وال پاڅون وکړ.

د نورګل ولســوالۍ د مزار درې دغو اوسېدونکو چې د لړم په ٤مه، يې د وسله والو پر ضد پاڅون پيل کړى، ژمنه کوي چې په خپلو سيموکې به نور وسله وال نه پرېږدي چې ددولت او ولسي خلکو پر ضد د ورانکارۍ کړنې ترسره کړي.

پاڅـون کوونکــوچې ملي بيرغونه يې له ځانــونوسره لېږدول  د غـــرونو پر لــور روان و او غوښتل يې چې په غرنيو سيمو کې قومي پوستې جوړې کړي.

د پاڅون کوونکو يوه سر لاري ملک نياز محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى نور د وسله والو له ظلمونو او ځورونو څخه په تنګ راغلي وو، ځکه يې پر وسله وال پاڅون لاس پورې کړ.

هغه زياته کړه، تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، چې تر هغه يې خپله سيمه له دوى څخه پاکه کړې نه وي.

د ملک شېر په نامه د پاڅون  کوونکو يو بل مشر پژواک ته وويل چې وسله والو د تېرو ټاکنو پر مهال دوه تنه سيمه ييز مشران له دې امله ووژل، چې ولې يې په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.

د نوموړي په وينا، له همدې امله دوى نن د وسله والو پر ضد پاڅون پيل کړ.

د مزار درې د اوسېدونکو له خوا د پاڅون پر مهال وسله والو مخالفينو پر پاڅون کوونکو  بريد وکړ او د دواړو لوريو ترمنځ يو ساعت جګړهم وشوه.

پر دې مهال دولتي ځواکونه هم د وسله والو مرستې ته راغلل او په دې نښته کې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د پاڅون مشرانو له دولت څخه وغوښتل چې له دوى سره مرسته وکړي او سيمه ييز پوليس ورته فعال کړي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خېل پژواک اژانس ته ومنله چې د مزار درې اوسېدونکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړى دى.

هغه زياته کړه، چې ولسي خلکو په خپلو سيمو کې پوستـــې جــوړې کړي  او په نوبت سره به په کې پيره کوي.

د سيدخېل په وينا، دا دويمه ولسوالۍ ده، چې خلک يې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کوي.

دى وايي چې تر اوسه دوى له پاڅون کوونکو سره کومه مرسته نه ده کړې او که هغوى وغواړي نو دوى يې مرستې ته تيار دي.

Views: 9

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.