Language

د غزني ښوونکو ته د ښارګوټي د نومرو وېش پيل شو

غزني ښار، کلات (پژواک ۷ لړم ۹۳): د غزني ښار نږدې دوه زره ښوونکو ته د ښارګوټي د نومرو د وېش لړۍ، يو شمېر ښوونکو ته د دغې ځمکې د اسنادو په ورکولو سره پيل شوه.

په دې مراسمو کې چې د غزني ښار په څنډه کې د ښوونکو لپاره په ځانګړي شوي ښارګوټي کې جوړ شوي وو، د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوس لپاره د غزني ښار اړوندو ١٩٠٠ ښوونکو ته دا نومرې ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، د ښوونکو د ښارګوتي ټول کارونه خلاص شوي او په راتلونکو شلو ورځو کې به د ښار ټولو ښوونکو ته ووېشل شي.

ده زياته کړه چې ښوونکو ته دغه ځمکه په وړيا توګه ورکول کېږي.

د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد پژواک ته وويل، چې د غزني ښوونکي په سختو شرايطو کې خپلې دندې ترسره کوي او دوى د ډېرو امتيازاتو مستحق دي.

هغه خوښي څرګنده کړه، چې تر ډېرو ستونزو وروسته د دې ولايت ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.

د نوموړي په وينا، د پوهنې وزارت په پلان کې لري چې د ولسواليو ښوونکو لپاره په هره ولسوالۍ کې ښارګوټي جوړ شي او د نومرو وېش به ورته  پيل شي.

د غزني ښار د جهان ملکې د لېسې يوې ښوونکې عادلې، چې د خپلې نومرې سند يې ترلاسه کړى، پژواک ته وويل: ((زه خپله په کرايه کور کې اوسم، د ښوونکي معاش زموږ اړتياوي نه شي پوره کولای، ځکه نو موږ سرپناه ته اړتيا لرله. ))

هغې د ځمکې د نومرې پر ترلاسه کولو خوښي وښوده، خو زياته يې کړه، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په يوه او بله بهانه تېر ايستل کېدل.

د غزني د ښوونکو ښارګوټی د غزني ښار شمال ته په پنځه کيلومترۍ کې د قلعه  ازاد او خنجر په سيمه کې پروت دى.

د يوه بل خبر له مخې، د زابل د بېړنو حالاتو پر وړاندي د مبارزې د رياست له خوا د دې ولايت پر سلګونو زيانمنو شويو کورنيو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.

د دې ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس سميع الله شهامت، پژواک اژانس ته وويل چې دغه مرستې د مرکز کلات او ولسواليو پر اوسېدونکو وېشل کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې مرستو کې اوړه، چای، بوره، لوبيا، غوړي او وريجې شاملې دي، چې لګښت يې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له بوديجې څخه ورکول شوی دی.

د ده په خبره، د وېش تر پيل وړاندې د يوه پلاوي له لوري مستحقې کورنۍ پېژندل شوې وې او نن ورباندې د دغو توکو وېش پيل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

خو د زابل يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې مرسته مستحقو کسانو ته نه ورکول کېږي.

د غوټۍ په نوم يوه مېرمن وايي: “کونډه يم، واړه اولادونه را له غاړې دي، خو مرسته نه راسره کېږي.”

هغه زياتوي، په داسې حال کې چې تر ټولو حقداره ده، خو بيا هم ورته ويل کېږي چې کارت نه لرې.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.