Language

کاپيسا کې يوې ښوونکې ځان وژنه کړې

محمود راقي : ( پژواک، ١٤ لړم  ٩٣ ) :  د کاپيسا په اول کوهستان کې يوې ښوونکې ځان وژنه کړې ده.

د کاپيسا د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق د لړم په ١٤مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون د يادې ولسوالۍ  د ملا خليل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ملا خليل د ښوونځي يوې ٣٨ کلنې ښوونکې ځان زندۍ کړى او خپل ژوند ته يې د پاى ټکى اېښى دى.

دى وايي چې پوليسو په دې اړه پلـټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې ددې پېښې تر شا څه لامل و.

ولسوال وويل چې له  پېښې سره د تړاو په تور يو تن نيول شوى او پوښتنې ترې  روانې دي.

Related Topics