Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فوايد عامې وزارت: د سالنګ لويې لارې د بيارغونې لپاره پيسې نه لرو

فوايد عامې وزارت: د سالنګ لويې لارې د بيارغونې لپاره پيسې نه لرو

author avatar
8 Nov 2014 - 18:21
فوايد عامې وزارت: د سالنګ لويې لارې د بيارغونې لپاره پيسې نه لرو
author avatar
8 Nov 2014 - 18:21

چاريکار(پژواک، ١٧لړم ٩٣): د سالنګ لويې لاره مسافرين او موټرچلوونکي د دې لارې له ويجاړتيا سرټکوي، خو د فوايد عامې وزارت مسوولين وايي، چې د دغې لارې د بنسټيزې بيارغونې لپاره پيسې نه لري.

د سالنګ لويه لاره چې  کابل له شمالي ولايتونو سره نښلوي، ځينې وختونه په ژمي کې د واورې ورېدو له امله بندېږي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.

د دې لويې لارې يوه موټر چلوونکي سهراب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه سړک ډېرې برخې د پروان له جبل السراج څخه د بغلان ولايت تر خنجان ولسوالۍ پورې ويجاړې شوې دي.

د هغه په خبره، له همدې امله موټر زيات عوارض کوي او د لارې خرابوالى هم مسافر له ستونزې سره مخ کوي.

د  کابل ښار هټيوال او د  بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي ممتاز هم  د دغې لارې د خربوالي شکايت وکړ.

نوموړي وويل، چې د سالنګ تونل دننه ستونزه نه لري، ځکه چې تېر کال بيارغول شوى، خو د دغه سړک نورې برخې ويجاړې شوې، چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د دې واټ خرابوالى د دې سبب شوى، چې موټر په کې نيم ساعته لاره په يوه ساعت کې ووهي.))

نوموړي د دغې لويې لارې  بيارغونې په برخه کې د ځنډ له امله پر حکومت نيوکه وکړه او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې د دغه سړک په بيارغونه کې ژر اقدام وکړي.

د فوايد عامې وزارت د ودانيزو چارو مرستيال انجنير احمدشاه وحيد هم د دې پخلى وکړ، چې د جبل سراج له تاجکان سيمې څخه د بغلان د دوشي ولسوالۍ د دوشي تر پله پورې ١٠٩ کيلومتره سړک بيارغونې ته اړتيا لري.

هغه وويل چې د دې سړک بيارغونه شاوخوا سل ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا لري، چې دا پيسې اوسمهال له وزارت سره نشته.

خو هغه زياته کړه، چې د عامه ګټو وزارت  هڅه کوي، چې د دې پروژې د تمويل لپاره سرچينې پيدا کړي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې له بيارغونې سره هم مهاله بايد دغه لويه لاره د درېيو مياشتو په اوږدو کې د ترافيکو پرمخ تړلې وي او موټر به د غوربند او باميانو له لارې تګ راتګ کوي.

د سالنګ لويې لارې د بندېدو په صورت کې خلک کولى شي چې د باميانو د شيبر کوتل له لارې د هېواد شمالي ولايتونو ته سفر وکړي، خو دغه لاره د سالنګ په پرتله اوږده ده.

احمدشاه وحيد زياته کړه، چې د فوايد عامې وزارت د شته امکاناتو په پام کې نيولو سره په روان کال کې د دغې لويې لارې د ځينو برخو بيارغونه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د سالنګ تونل دننه برخه او په سوېلي سالنګ کې د دې سړک يوه برخه، چې په ټوله کې پنځه کيلومتره سړک کېږي، تېر کال د ايساف په  ١٣ ميليونو امريکايي ډالرو مرسته بيارغول شوې ده.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.