Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د وسله والو دوه  قوماندانان وژل شوي

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د وسله والو دوه قوماندانان وژل شوي

author avatar
10 Nov 2014 - 19:15
د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د وسله والو دوه  قوماندانان وژل شوي
author avatar
10 Nov 2014 - 19:15

چاريکار (پژواک ١٩ لړم ٩٣): د پروان ولايت امنيتي چارواکو په دغه ولايت کې د بې پېلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې د يو شمېر وسله والو مخالفينو له وژل کېدو او همدارنګه په يوه بله پېښه کې د طالبانو له لوري د يوه نومول شوي قوماندان له ټپي کېدو خبر ورکړى دى.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه پورې د يادې بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې وسله والو مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو له امله يې يو شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه هوايي بريد د غوربند په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د ځمکنيو عملياتو پر مهال تر سره شوى دى.

خو په سياه ګرد ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان وويل، چې د بې پېلوټه بريد په ترڅ کې د سهراب او سالم په نومونو دوه قوماندانان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې همدارنګه د پروان د شېخ علي ولسوالۍ په کورج سيمه کې د عبدالحکيم په نوم د طالبانو يو ولسوال د خپلمنځي اختلاف له امله هم ټپي شوى او ساتونکى يې وژل شوى دى.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو ده، چې څلور مياشتې وړاندې په سياه ګرد ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې د وسله والو د درېيو ډلمشرانو په ګډون اوه وسله وال مخالفين وژل شوي و.

Views: 1

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.