Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ په ناړۍ کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کونړ په ناړۍ کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Nov 2014 - 11:50
د کونړ په ناړۍ کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Nov 2014 - 11:50

اسعداباد-جلال اباد (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): د کونړ ولايت چارواکي وايي چې لسګونو وسله والو طالبانو  په ناړۍ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر بېلابېلو امنيتي پوستو بريدونه کړي چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريدونه نن سهار په پنځه نيمو بجو پيل شوي وو.

هغه زياته کړه، وسله والو طالبانو چې د پاکستاني پوځيانو، پاکستاني طالبانو او د پاکستان د لشکر طيبه ډلې مرسته ورسره وه، د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د سرحدي او ملي پوليسو او ملي اردو پر پوستو بريدونه کړي وو چې پر شا وتمبول شول.

د سيدخېل په وينا، په دې جګړه کې ١٠ وسله وال وژل شوي، ١٢ ټپيان دي چې ډېرى يې پاکستاني دي.

امنيه قوماندان وويل چې د نښتې پر مهال دوه پوليس هم وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

په ختيځ کې د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل هم پژواک اژانس ته ياده نښته او مرګ ژوبله تاييد کړه.

هغه زياته کړه چې د وژل شوو وسله والو څلورو جسدونه په سيمه کې پاتې شوي او نور يې له ځانه سره وړي دي.

د ٣٠١ سرحدي زون درستيزوال وايي چې ياده حمله وسله والو مخالفينو له تېرو دوو مياشتو راهيسې پلان کړې وه چې په نتيجه کې يې مقابل لوري  ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ناړۍ په نښته کې يې درې پوستې له منځه وړې او ١٨ پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو هغه د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.