تالقان (پژواک ٢٦ لړم ٩٣): چارواکي وايي چې د تخار د ”فتح” په عملياتو کې ١٢وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني نن له غرمې وروسته په تالقانو کې خبريالانو ته وويل چې ياد عمليات يې د خواجه غار په ولسوالۍ کې پيل کړي دي.
قطغني وويل: ((له پنځو مياشتو راهيسې د خواجه غار ولسوالۍ يو شمېر سيمې د طالبانو له ګواښ سره مخ وې، چې د کندوز او د تخار امنيتي ځواکونو په دغو سيمو کې پراخ عمليات پيل کړل، چې په پايله کې يې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول، ۱۵ نور ټپيان او په لسګونو کلي د هغو له ګواښه وژغورل شول. پل مومن او باغ شکور چې د طالبان مرکز بلل کېدل، زموږ تر ولکې لاندې راغلل.))
د تخار امنيه قوماندان وايي چې په دغو عملياتو کې د کندوز او تخار سيمه ييزو پوليسو، امنيتي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ګډون درلود.
په همدې مهال بيا د خواجه غار ولسوالۍ يو اوسېدونکى جمعه خان وايي، پل مومن او باغ شکور د طالبانو د فعاليتونو دوه مهم مرکزونه وو.
هغه وايي، د دغو دوو سيمو په نيولو سره به په دې ولسوالۍ امنيت ټينګ شي.
نوموړى وايي: ((دغه سيمې چې د پوليسو له لوري پاکې شوې، د مخالفان مرکزونه وو، له همدې ځايه يې په پوليسو بريدونه کول او سيمه يې نا کراره کوله.))
هغه زياتوي، څو ځلې په دې سيمه کې عمليات شوي خو چې کله امنيتي ځواکونه له سيمې تللي، بېرته طالبانو سيمې ته راغلي.
نوموړى له دولته غواړي چې په دغو سيمو کې دې امنيتي پوستې ډېرې کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.