Language

اسعداباد کې د لرګيو لسګونه دوکانونه وسوځېدل

اسعد اباد ( پژواک، ٢٦ لړم ٩٣ ) : د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د اور لګېدنې له امله د چهاتراش د لرګيو لسګونه دوکانونه وسوځېدل.

دغه اور نن  له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو د  اسعد اباد ښار په دم کلي کې د لرګيو په مارکېټ کې لګېدلى دى.

که څه هم تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دى معلوم، خو دوکانداران وايي چې دوى ته د ميليونونو افغانيو زيان اوښتى دى.

د ګل محمد په نامه د لرګيو يو تن دوکاندار پژواک اژانس ته وويل چې دوى له ځايي چهارتراشو څخه د فرنېچر توکي جوړوي چې ټول يې سوځېدلي دي.

دى وايي چې دده ددوکان ترڅنګ لسګونه نور دوکانونه هم سوځېدلي او خلکو ته درانه زيانونه اوښتي دي.

د کونړ  امنيه قومانداني وايي چې تر يو نيم ساعت هلو ځلو وروسته يې اور کابو کړى دى.

Related Topics