اسعداباد ( پژواک، ٣٠ لړم ٩٣): په کونړ ولايت کې د ماڼوګۍ ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوى ولسوال د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو .
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې د ماڼوګۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال مولوي نصرالله او د هغه څلور ملګري،نن سهار شاوخوا څلور بجې د دې ولسوالۍ په کوړنګل سيمه کې وژل شوي دي.
د ده په وينا، د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په دغه بريد کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد هم په ياد شوي بريد کې، ماڼوګۍ ته د طالبانو د نومول شوي ولسوال مولوي نصرالله وژل کېدل تاييد کړل.
خو هغه وويل، چې په دې بريد له مولوي نصرالله سره يواځې د هغه وراره وژل شوى دى.
Views: 3
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP