Language

کندهار: په جلا پېښو کې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي

کندهار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): په کندهار کې د يوې ترافيکي پېښې په پايله کې يو تن مړ شوى او نهه نور ټپيان شوي، بلخوا په کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ کې بيا درې تنه د ناپېژانده کسانو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د ليندۍ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو سراچه موټر او يو موټرسايکل له يوه ټېلر موټر سره ټکر کړى چې په پايله کې يې يو تن مړ شوى او نهه نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، د پېښې ټپيان د امنيتي ځواکونو له خوا د کندهار ميرويس روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي چې د ځينو يې ټپيونه ژور دي.

د نوموړي په وينا، ترافيک پوليسو د دې پېښې څېړنه پيل کړې، خو لومړني معلومات ښيي چې دغه پېښه د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

بلخوا د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د فاميليو په سيمه کې يو مړى موندل شوى دى.

د والي وياند په دې اړه وايي چې دغه تن د سر په برخه کې پر ډزو ويشتل شوى او کله چې پوليسو د هغه جسد پلټلى نو په جېب کې يې يو ليک موندل شوى چې په کې ليکلي وو، څوک چې زموږ اولادونه په نشه يي توکو روږدي کوي، نو همدا حال به يې وي.

دى وايي، پوليس په دې اړه څېړنه کوي خو تر دې مهاله يې په اړه څوک نه دي نيول شوي.

دغه راز د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم يو مړى موندل شوى چې تر لاندې يې ١٥ ماينونه ځاى پر ځاى شوي وو.

خپلواک وايي، د پوليسو لومړني معلومات ښيي چې دغه وګړى څو ورځې وړاندې له خپل پلار سره د ډيورنډ کرښې هغې غاړې (کوېټې) ته د درملنې لپاره تللى و چې ناڅرګندو کسانو هغه او پلار يې دواړه وژلي دي.

د ده په خبره، وسله والو يوازې د زوى مړى د سپين بولدک نوي کلي ته راوړى او تر لاندې يې ١٥ کړۍ ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو چې د پوليسو له خوا شنډ او له منځه وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، د وژل شوي کس په اړه نور معلومات نشته چې څوک او څه دنده يې لرله، خو پوليسو يې په اړه څېړنه پيل کړې ده.

د دغو پېښو مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده چې په کندهار کې په دې وروستيو کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

Related Topics