دويم تعقيب -خوست (پژواک، ٢ لېندۍ ٩٣): د خوست ښار په يوه مارکېټ کې چاودنې شپږ ملکي کسان ټپيان کړي دي.
دغه چاودنه نن (د لېندۍ ٢مه) سهار شاوخوا نهه بجې د خوست ښار اړوند د سلام په نوم د مارکېټ په دويم پوړ کې وشوه.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک خبري ژانس ته وويل، پېښه د ځاى پر ځاى شوو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوه او شپږ ملکي کسان په کې ټپيان شوي دي.
هغه وويل: ((د مارکېټ په دويم پوړ کې مشکوکه د پلاستيک خلطه (خريطه) پرته وه؛ پوليس ورغلي او پلټلې يې ده، خو کله چې پوه شوي چاودېدونکي توکي په کې دي، نو غورځولې يې ده او چاودنه يې کړې ده.))
د والي وياند وويل چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
د سيمې يوه هټۍ وال قدير پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر چاودنې وروسته د ياد مارکېټ دوازې ته ورغلل او څو تنه ټپيان يې ليدلي دي.
هغه وويل چاودنه ډېره زوروره نه وه خو د مارکېټ په دويم پوړ کې يې ځينې ښيښې ماتې کړې دي
نوموړي وويل د مارکېټ په درېيم پوړ کې د عزيزي بانک څانګه هم شته او په دويم پوړ کې يې د ياد بانک ساتونکي د پلټنې لپاره ولاړ وي.
تر اوسه چا د يادې پېښې مسووليت نه دى اخيستى.