Language

د پکتيکا د پېښې د وژل شوو شمېر ٦٢ تنو ته لوړ شو

شپږم تعقيب-ښرنه (پژواک ٣ لېندۍ ٩٣): د پکتيکا چارواکي وايي چې د دغه ولايت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد په پايله کې د وژل شوو شمېر ٦٢ تنو ته رسېدلى او ٨٤ نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه پرون شاوخوا څلورنيمې بجې د يحيی خېلو ولسوالۍ  په پړاو سيمه کې د واليبال د سياليو پر مهال رامنځته شوې ده.

د دغه ولايت د والي مرستيال عطاالله فضلي نن سهار پژواک خبري اژانس ته ويلي، څېړنې ښيي چې د  دې پېښې د وژل شوو شمېر ٦١ تنو ته رسېدلى او ٦٦ نور ټپيان دي.

هغه وويل چې ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي؛ ځکه يو شمېر کسانو خپل عادي ټپيان شخصي روغتونونو ته وړي دي.

خو د پکتيکا د عامې روغتيا مشر ډاکټر ولي ګل نن ماښام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وژل شويو کسانو شمېر ٦٢ کسانو ته رسيږي، چې شل تنه يې له پنځلسو کلونو د کم عمر ماشومان تشکيلوي.

هغه زياته کړه، چې د وژل شويو کسانو په ډله کې د يوه سيمه ييز قوماندان باول په ګډون ٩ سيمه ييز او د ملي امنيت يو کارکوونکى هم شامل دي.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس وايي، چې د ټپيانو شمېر ٨٤ تنو ته رسېدلى، چې ډېرى يې ماشومان دي او ٦٣ کسان يې د سختو ټپونو له امله د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

له دې وړاندې د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي و، چې تر اوسه د پکتيکا له پېښې ٥٤ ټپيان د ملي اردو د چورلکو په وسيله کابل ته راوړل شوي او دا مهال د کابل د سردار محمد داوود خان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تېره شپه کابل ته د ټپيانو له راوړو سره سم لسګونه کسان ياد روغتون ته ولاړل او د ټپيانو لپاره يې وينه ورکړه.

د سردار محمددواو خان د روغتون  مشرتابه ډاکټرانو نن د ليندۍ په ٣مه په  خبري کنفرانس کې وويل چې د ٥٤ ټپيانو درملنه يې کړې او له دې ډلې د  ١٢ تنو روغتيايي حال د اندېښنې وړ دى.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د لېندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل له تېرو درېيو ورځو راهيسې د دغه ولايت د خيرکوټ، يوسف خېل او يحيى خېلو ولسواليو د ځوانانو تر منځ د واليبال سيالۍ روانې وې او پرون يې پايلوبه ترسره کېده.

د افغان په وينا، پاىلوبې د يحيى خېلو او خيرکوټ ولسواليو لوبډلو لاره موندلې وه او نندارې ته يې سلګونه کسان راغلي وو.

نوموړى وايي چې د پايلوبې پر مهال ځانمرګي بريدګر چې پر ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي وو، د نندارچيانو په منځ کې يې چاودنه ورکړه.

پرون ځايي چارواکو ويلي وو چې ځانمرګى بريد د موټرسايکل په وسيله ترسره شوى دى.

له بلې خوا ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس  ډاکټرعبدالله عبدالله ياد ځانمرګی بريد پر کلکو ټکو غندلی دی.

Related Topics