کندوز، دويم تعقيب (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٣): د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د دغه ولايت د دارالمعلمين د محصلينو په ګډون ٨ تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.
پوليس وايي، چې دغه ماين نن مازديګر څلورنيمې بجې د دشت ارچي چوک سره په نږدې سيمه کې چاودېدلى دى.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې درې نارينه او دوه ښځې وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې موخه څرګنده نه ده او په دې اړوند څېړنې پيل شوې دي.
خو يوه عيني شاهد عبدالغفور وويل، چې د دغه ماين چاودنې موخه د ملي اردو يو رينجر موټر و، چې د پېښې له سيمې سره نږدې درول شوى و، خو رينجر ته په کې زيان نه دى اوښتى.
عبدالغفور ، چې د دشت ارچي ولسوالۍ د دارالمعلمين يو محصل دى، زياته کړه: ” کله چې موږ له درسه راووتو، چاودنه وشوه او په چاودنه کې دوه محصلې نجونې، د روغتيايي کلينيک يو ډاکټر او دوه سړي ووژل شول.”
دغه محصل زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د دارالمعلمين محصلينو په ګډون پنځلس کسان نور ټپيان شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې ټپيان د دشت ارچي روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او د هغوى د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه لري.
خو د دشت ارچي د روغتيايي کلينيک يوه مسوول ډاکټر عبيدالله نن ماخوستن پژواک ته وويل، چې له يادې پېښې څخه کلينک ته ٨ مړي راوړل شوي، چې ٦ تنه يې سړي او پاتې دوه نجونې دي.
هغه زياته کړه، له دغې پېښې څخه ٩ ټپيان هم کلينيک ته راوړل شوي چې د يو شمېر کسانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
د سرچينې په وينا، يو شمېر ټپيان د خپلو کورنيو له خوا د کندوز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او تر اوسه پورې د ټپيان کره شمېره نه ده څرګنده.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دى اخيستى.