هرات، جلال اباد، لښکرګاه، تالقان (پژواک ٤ ليندۍ ٩٣): په هرات ، ننګرهار ، هلمند او تخار ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېر شوې دي.
د دې ولايتونو چارواکو دا څرګندونې نن د ليندۍ په ٤مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د مبارزې نړيوالې ورځې په نمانځغونډوکې وکړې.
د هرات د ښځو چارو رياست چارواکو په دې تړاو غونډه کې وويل چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ٢٢ سلنه زياتې شوې دي.
د ياد رياست وياندې نسيمې همدرد وويل چې د کال له پيله تراوسه په دې ولايت کې ٣٢٣ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي، چې دا سلنه د تېرکال په پرتله ٢٢ سلنه زياته ده.
هغه وويل چې په دې پېښو کې ١٧ د قتل ، پنځه يې د جنسي تېري او نورې د بېلابېل ډوله تاوتريخوالي دي.
دغه راز په ننګرهار کې د ښځو چارو فعالين وايي چې د تېرکال په پرتله سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د ليندۍ په ٤مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې پژواک اژانس ته وويل چې سږکال په ټول ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٥٣ پېښې ورسره ثبت شوي، چې دغه شمېره د تېر کال دوه برابره ده.
نوموړې زياته کړه: (( سږ کال له موږ سره شاو خوا ١٥٣ ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي.))
د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي استاده معصومه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو پر زياتوالي خواشيني ښيي او وايي چې ډېرى وخت اجباري ودونه ستونزې راولاړوي.
نوموړې وويل: (( هر کله چې جبري واده ترسره شي، نو بيا د ښځې او خاوند تر منځ توافق نه وي، چې له امله يې د ښځو پر وړاندې پېښې زياتيږي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع هم وايي چې په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې دي او د مخنيوي لپاره يې بايد مرکزي اداره هلې ځلې وکړي.
نوموړې وويل: (( بايد پر يوه ميکانيزم کار وشي، چې څه ډول کولى شو عامه ذهنيتونه په دغه برخه کې روښانه کړو څو راتلونکى مشکل حل شي.))
بله خوا د هلمند ولايت د ښځو چارو رياست مسوولين وايي چې په دې ولايت کې هم د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
ددې ولايت د ښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړۍ والي ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل، له ډېرو هڅو او کوښښونو سره يې د تېرکال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي او دوى دې کار اندېښمن کړي دي.
د نيازۍ په خبره ، چې تر دې مهاله د ښځو پر وړاندې په هلمند کې ۴۵ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي ، په داسې حال کې چې له ولسواليو څخه د ورته پېښو جزييات او معلومات تر دوى پورې نه شي رسيدلى.
په همدې غونډه کې ددې ولايت د ولايتي شورا غړې او د ښځو دکمېسيون مشرې راضيه بلوڅ وويل، په اړونده برخه کې دکورنيو اقتصادي ستونزې هم د دې لامل شوي چې دا کچه لوړ شي.
د تخار ولايت د ښځو چارو رييسې رزم ارا هوش هم په تالقانو ښار کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې د تېر کال په پرتله په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي.
هغې پژواک اژانس ته وويل چې سږکال تراوسه تر ٢٠٠ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي، چې د تېر په پرتله ډېرې دي.
هغې وويل، چې په دې پېښو کې ١٧ د قتل دي .
د يادو ولايتونو د ښځو چارو رييسانو ويلي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېر ستر لامل مجرمينو ته د سزا نه ورکول دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن