کندهار( پژواک،٤ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي،په کندهار کې د ماين چاودنې د ملي اردو شپږو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، دوه سوه ماينونه تر لاسه شوي او پنځه تنه نيول شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه د وسايطو ضد ماينونه نن له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ په سنګسار سيمه کې د وسله والو مخالفينو له يوه پټنځاى څخه تر لاسه شوي، چې درېيو تنو وسله والو په کې استوګنه کوله.
هغه زياته کړه، چې د دغو ماينونو په تړاو دوه تنه وسله وال نيول شوي، خو بل يې تښتېدلى دى.
د ده په وينا، له نيول شويو کسانو څخه د شويو پلټنو پر بنسټ ، وسله والو پلان درلود چې دغه ماينونه په کندهار ښار او ولسواليو کې پر لويو لارو ځاى پر ځاى کړي.
بله خوا پوليسو د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د کوتل مورچې په سيمه کې دوه تنه له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په شک نيولي دي .
خپلواک وايي، دغه کسان چې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې يې فعاليت کاوه، د تالاشۍ پر مهال پېژندل شوي او نيول شوي دي.
د هغه په وينا، د دې تر څنګ د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې په سيمه کې بيا يو وسله وال چې د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې په جګړه کې ټپي شوى او کندهار ښار ته د درملنې لپاره راوستل شوى و، هم د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
دغه راز په کندهار کې د ملي اردو له ٢٠٥ اتل قول اردو د خبرپاڼې له مخې، نن سهار د دې ولايت په ميوند ولسوالي کې د ملي اردو پر موټر د سړک د غاړې د ماين چاودنه شوې چې په کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغه راز سرچينې ليکې، چې د ملي اردو ځواکونو د دې ولايت په ميوند او پنجوايي ولسواليو کې د عملياتو پر مهال د بي ام ١٢ يو، او د بي ام ٤٠ دوه توغندي او دوې شل لېټره د چاودېدونکو توکو ډبې کشف او له منځه وړي دي.