کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني نيپال ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر سره د ليدو پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ناسته د سې شنبې په ورځ په کتماندو ښار کې تر سره شوه.
په دغه ناسته کې دواړو لوريو په بېلابيلو ډګرونو په ځانګړي ډول د سويلي اسيا د همکاريو سازمان (سارک) په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پراختيا او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې شوې.
د نيپال ولسمشر رام باران يادف وويل، چې د افغانستان او نيپال خلک په يوه سيمه کې اوسېږي او له ګډ تمدن څخه برخمن دي.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان او نيپال دولتونه له تېرو پنځوسو کلونو راهيسې له يو بل سره ډيپلوماټيکې اړيکې لري او اوسمهال د يادو اړيکو د پراختيا لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.
رام باران يادف هيله څرګنده کړه، چې نيپال او همدارنګه د سويلي اسيا د همکاريو سازمان بايد د ولسمشر اشرف غني له تجربو ښه ګټه پورته کړي.
په غبرګون کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي، د نيپال ولسمشر د دغه هېواد له ټولنې يو راپورته شوى مشهور شخصيت وباله او ويې ويل، چې هغه د خپل هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.
ولسمشر د افغانستان او نيپال تر منځ تاريخي اړيکې ډېرې پياوړې او ښې وبللې او ټينګار يې وکړ، چې د يادو دوو هېوادونو تر منځ ملګريتوب او اړيکې نه يوازې وساتل شي، بلکې له پخوا لا ډېرې پياوړې او پراختيا ومومي.
ولسمشر غني، د سويلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ١٨ مه ناسته کې د ګډون په موخه نيپال ته تللى دى.
د دغه سازمان له يو شمېر نورو غړو هېوادونو له مشرانو سره ليده کاته او د سيمه ييزو همکاريو پراختيا د ولسمشر غني د سفر له نورو پروګرامونو بلل شوي دي.
بنګلادېش، بوټان، سرېلانکا، پاکستان، نيپال، مالديو، هندوستان او افغانستان د دغه سازمان اته غړي هېوادونه دي.