Language

د غزني د ولايتي شورا اداري پلاوى وټاکل شو

غزني(پژواک ۸ لېندۍ ۹۳) : تر ناندريزو ټاکنو وروسته د غزني د ولايتي شورا اداري پلاوى وټاکل شو او د چارو د ښه ترسره کېدو ژمنه يې وکړه.

خالقداد اکبري د رييس، عبدالجامع جامع د مرستيال او حميدالله سروري د ولايتي شورا د منشي په توګه وټاکل شول.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي په دې اړه  جوړې شوې غونډه کې وويل، چې نن د لېندۍ په ٨مه يې د ولايتي شورا د اداري پلاوي لپاره ټاکنې تر سره کړې او ياد کسان په کې وټاکل شول.

احمدي د ولايتي شورا له نوي ټاکل شوي رييس څخه وغوښتل چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او په ښې حکومتوالۍ کې ونډه واخلي.

هغه وويل، خالقداداکبري له ۱۹ رايو د ١١ رايو په ترلاسه کولو سره د يادې شورا د رييس په توګه وټاکل شو.

په ياده غونډه کې د ولايتي شورا رييس ژمنه وکړه چې د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په برخه کې به مرسته او همکاري وکړي.

هغه له ولسونو او وکيلانو مننه وکړه چې رايه يې ورکړه او پر ده يې باور وکړ.

غزني د هېواد په کچه د هغو ولايتونو په کتار کې راځي چې تر ټولو وروسته د ولايتې شورا د اداري پلاوي ټاکنې په کې تر سره شوې .

ويل کېږي د دې ټاکنو د ځنډ يو لامل د وکيلانو تر منځ پر ادارې پلاوي ژور اختلافات وو ، خو رسمي سرچينو دا خبره نه ده تاييد کړې.

د غزني ښار اوسېدونکي سيدعمر پژواک ته وويل، له وکيلانو هيله کوي چې په خپلو کې له رقابتونو تېر شي او د ولس لپاره کار وکړي.

ده وويل چې ولس هيله لري ، څو د ولايتي شورا وکيلان د اداري فساد او درغليو د مخنيوي تر څنګ په امنيتي برخه کې د ښه والي لپاره کار وکړي.

د غزني ولايتي شورا ١٩ غړي لري چې له دې ډلې يې څلور مېرمنې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.