خوست (پژواک ١٠ لېندۍ ٩٣): د خوست د ګلان کمپ د ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي له افغان حکومت او نړيوالو مرستندويه سازمانونو څخه د اسانتياوو غوښتنه کوي.
د وزيرستاني ګډوالو په ياد کمپ کې درې ښوونځي شته، چې د ۸۰ بېلابېلو ټولګيو په لرلو سره کابو دوه زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
دا ښوونځي د ناروې هېواد د کډوالو شورا ) NRC (له لوري جوړ شوي دي.
د وزيرستاني هلکانو او نجونو دغو ګډو ښوونځيو کې په اردو ژبه تدريس ورکول کېږي، ځکه مسوولين وايي، له پښتو يا دري تدريسي نصاب څخه په اغېزمنه توګه ګټه نه شي اخيستلی.
د ياد کمپ په لوېديځه څنډه کې له خيمو او شېلټرو څخه د جوړ شوي ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکې نوريې پژواک ژانس ته وويل، ځينې درسي مواد ورته رسېدلي، خو تر اوسه کتابونه نه لري.
نوموړې په دې اړه وويل: ((زه غواړم، چې ډاکټره شم. موږ کتابونو، بکسونو، کتابچو او نورو شيانو ته ډېره اړتيا لرو. حکومت دې موږ سره مرسته وکړي.))
د دغه لومړني ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکي نثار پژواک اژانس ته وويل، چې د خيمو، ترپالونو او يو شمېر شېلټرو په لګولو سره يې تر يوه بريده ستونزې هوارې شوې دي.
ده زياته کړه: ((که څه هم خيمې شته، خو بيا هم د باد او باران پرمهال خوندي نه يو او له خيريه موسسو غوښتنه کوو، چې دغه ستونزه په بنسټيز ډول هواره کړي.))
د ياد ښوونځي ښوونکي عمر وزير پژواک اژانس ته وويل، چې د ښوونځي زياتره ماشومان ګرمې جامې او بوټونه نه لري او له همدې امله له سړې هوا سره لاس او ګريوان دي.
د نوموړي په وينا، د زياتره ماشومانو کورنۍ اقتصادي ستونزې لري او که په خپل وخت ګرمې جامې او بوټونه ورته ونه رسېږي، ښايي ماشومان له بېلابېلو ژمنيو ناروغيو سره مخ شي.
عمر وزير وايي: ((تشنابونه نه لرو،د څښاک پاکې اوبه نشته. همدارنګه ماشومان د ژمي لپاره جامې او بوټونه نه لري. زموږ غوښتنه دا ده، چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وشي.))
د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختيار پژواک اژانس ته وويل، د ګلان کمپ د ښوونځيو ټولې اړتياوې يې د دغه کمپ له تمويلوونکې موسسې NRC سره شريکې کړې دي.
هغه هيله څرګنده کړه، چې په ډېر لنډ وخت کې به ياده موسسه نه يواځې يادې اړتياوې پوره کړي، بلکې د وزيرستاني زده کوونکو لپاره به ځينې نورې لازمې اسانتياوې هم برابرې کړي.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه په خوست کې په خپله د ناروې هېواد د کډوالو شورا د دفتر نظر هم واخلي، خو له هڅو سره، سره يې کوم معلومات تر لاسه نه کړل.