Language

“يوناما دې د هېواد د امنيت او ثبات په برخه کې خپل رول تر سره کړي”

کندهار( پژواک، ١١ لېندۍ ٩٣):د کندهار ولايت يو شمېر مشرانو او د سولې شورا غړيو له يوناما وغوښتل چې د امنيت  او ثبات په برخه کې خپل اغېز وکاروي او پر ګاونډيو هېوادونو فشار راوړي تر څو په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د يوناما د سياسي معين سره په ليدنه کتنه کې وشوې.

د يوناما سياسي معين تاديميچي ياماموتو چې تازه په دې دنده ګومارل شوى نن د لېندۍ په ١١مه يې د يوه پلاوي په ملتيا کندهار ته سفر وکړ او هلته  يې د کندهار له والي ډاکټر توريالي ويسا، د ملي امنيت له رييس جنرال عيسی محمد، د سولې شورا له رييس حاجي عطاء محمد احمدي او د ولايتي شورا له رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال سره وليدل.

د ليدنې په پيل کې د کندهار والي  د کندهار د امنيت، اقتصاد، ښوونې او روزنې، سياسي حالاتو او نورو مسايلو په اړه  راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې د تېرو څو کلونو په پرتله اوس په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې مثبت بدلون راغلى دى.

خو هغه زياته کړه، چې لا هم په دې برخه کې پر له پسې هڅو ته اړتيا ده، چې شوي پرمختګونه د اوږدمهال لپاره نور هم وغځول شي.

ده په دې برخه کې له يوناما وغوښتل چې مرستندويه ادارې دې په دې ولايت کې پرمختيايي کارونه تر سره کړي او دغه راز  دې د  ايساف ځواکونه وهڅوي چې د دې ولايت له کرنيزو محصولاتو کار واخلي، تر څو په دې توګه د کروندګرو او باغ لرونکو اقتصادي وضعيت ښه شي.

هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې يوناما دې د سولې او ثبات په برخه کې هم خپل اغېز وکاروي.

د کندهار د سولې د ولايتي شورا رييس حاجي عطا محمد احمدي هم ورته غوښتنه وکړه او ويې ويل چې يوناما کولاى شي نه يواځې د سولې په برخه کې خپل رول تر سره کړي، بلکې پر ګاونډيو هېوادونو دې فشار راوړي چې په افغانستان کې مداخله نه کوي.

د يوناما سياسي معين تاديميچي ياماموتو وويل چې د دندې تر پيل کولو وروسته يې خپل لومړنی سفر له کندهاره  پيل کړ، تر څو د کندهار له چاوارکو سره وويني او د دې ولايت وضعيت له نږدې وګوري.

هغه زياته کړه چې د کندهار له چارواکو سره يې د ليدنې پر مهال ستونزې او غوښتنې له ځان سره اخيستي او د حل لپاره به يې مرستې کوي.

ده دا هم وويل، چې د سولې په برخه کې يې له افغان حکومت سره په ګده هڅې پيل کړي او تمه ده چې حالات ښه لوري ته لاړ شي.

Related Topics