کندهار( پژواک، ١١ لېندۍ ٩٣):د کندهار د خصوصي روغتونونو استازو ژمنه وکړه چې هر کال به د ٥٥٠ معلولينو وړيا درملنه کوي .
يادو استازو نن د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او د کار او ټولنيزو چارو رياست د شهيدانو او معلولينو امر فيض الله عمريار په يوه ناسته کې دغه ژمنه وکړه.
د کندهار والي د دې ولايت د خصوصي روغتونونو مسوولين وستايل چې نه يواځې غوره روغتيايي خدمات وړاندې کوي، بلکې تل له بېوسو ناروغانو سره مرسته هم کوي.
هغه د روغتونونو له مسوولينو وغوښتل چې د خپلو مرستو په لړ کې معلولينو ته هم پاملرنه وکړي، ځکه د ټولنې دغه برخه وګړي تر نورو زيات بې وزلي دي.
د نوموړي په وينا، د کندهار هر خصوصي روغتون دې د معلولينو د ټاکلي شمېر ناروغانو وړيا درملنه وکړي.
د کندهار د خصوصي روغتونونو مسوولينو د والي د دې غوښتنې په ځواب کې ژمنه وکړه چې هر روغتون به هر کال د معين شمېر معلولينو وړيا درملنه کوي.
هغوى پرېکړه وکړه چې هر کال به مومند روغتون د ۵۰، الفرهاد روغتون د۶۰، نعمت روغتون د ۴۰، البلال روغتون د ۷۰، السينا روغتون د ۴۰، اتحاد روغتون د ۶۰، ملالۍ روغتون د ۲۰، فيضي روغتون د ۶۰، سيال روغتون د ۵۰، سيدال روغتون د ۵۰ او يارانه روغتون د ۵۰ معلولينو وړيا درملنه کوي.
د کندهار والي د خصوصي روغتونونو له دې مرستې مننه وکړه او ويې ويل چې په دې توګه به د نورو ولايتونو خصوصي روغتونونه هم دې ته وهڅول شي چې د معلولينو وړيا درملنه وکړي.
د کار او ټولنيزو چارو رياست د شهيدانو او معلولينو امر فيض الله عمريار د خصوصي روغتونونو له دې مرستې مننه وکړه .
هغه زياته کړه، د والي له سپارښتنې سره سم به معلولين او معيوبين د کار او ټولنيزو چارو امريت ته مراجعه کوي او له دې لارې به د وړيا درملنې لپاره روغتونونو ته معرفي کېږي.
په افغانستان کې د تېرو شاوخوا څلور لسيزو جګړو پر مهال ګڼ شمېر کسان په افغانستان کې معلول شوي دي.
ځينې سرچينې د هېواد په کچه د معلولينو شمېر تر ٨٠٠ زره تنو ښيي او وايي چې له دې کسانو څخه شاوخوا ٩٥٠٠ يې په کندهار کې دي.