خوست (پژواک ١٢ لېندۍ ٩٣): د خوست ولايت يو شمېر ښاريان د چرګانو د مارکېټ پر قصابانو او دوکاندارانو نيوکه کوي، چې شاوخوا سيمې ناپاکې کړي او نه يې پاکوي.
ښاريان وايي، چې د چرګانو پلورنکي، چرګان د سړکونو پر غاړو او پليو لارو کې حلالوي او تر هغه وروسته يې بڼکې او نور پاتې شوني د سړک پر غاړه،پليولارو او لښتيو کې غورځوي.
د خوست ښار د چرګانو په کوڅه کې د خوراکي توکو د يوه پلورنځي مسوول اټک خان پژواک اژانس ته وويل، د چرګانو د پاتې شونو د بدبويۍ له امله يې مشتريان په دوکان کې نه شي تم کېدای.
نوموړي زياته کړه: ((د غرمې ډوډۍ له دغه بد بوۍ سره خورو. څوک چې دوکان ته راځي، چې پوه شي د چرګانو بدبويي ده، په ښه زړه سودا نه کوي.))
د خوست ښار اوسېدونکي ګل ولي خان د چرګانو له پلورونکو غوښتنه وکړه، چې د ښار د پاکوالي په نظر کې نيولو سره دې د چرګانو پاتې شوني په مناسبو ځايونو کې وغورځوي.
نوموړي له پژواک ژانس سره په خبرو کې له ښاروالۍ څخه وغوښتل، چې د ښاريانو د دې ستونزې په نظر کې نيولو سره د چرګانو پر قصابانو او پلورونکو پاکوالی مراعات کړي.
ګل ولي وايي :((له ښاروالۍ څخه غوښتنه کوو، چې د کثافاتو لپاره په مناسبو ځايونو کې کثافت دانۍ کېږدي او دوکانداران دې اړ کړي، چې خپل پاتې شوني هلته يوسي.))
د چرګانو په کوڅه کې د چرګانو پلورونکی عبدالله دا خبره نه مني، چې ګنې دوی د چرګانو پاتې شوني د سړک پرغاړه، پليو لارو او يا لښتيو کې اچوي.
عبدالله په دې اړه وايي : ((موږ هر سهار خپل دوکانونه او قفسونه پاکوو، کثافات او نور هر شی مناسب ځای ته لېږدوو. د چرګانو بڼکې هر مازديګر لاسي کراچيو ته ورکوو او لرې يې غورځوو.))
د خوست د ښاري اتحاديې مشر حاجي الف شاه منګل پژواک اژانس ته وويل، چې دوی هم په دې اړه د ښاريانو نيوکې او شکايتونه زيات اورېدلي دي.
د منګل په خبره:((موږ له ښاروالۍ سره په ګډه پلان لرو، چې د چرګانو او دې ته ورته نورو صنفونو ته له ښاره د باندې مناسب ځايونه وټاکو، څو ښار له بدبويۍ او چټلۍ څخه پاک وساتل شي.))
د خوست ښاروال کرامت خان خپلواک پژواک اژانس ته وويل ، دوی د چرګانو پر کوڅه د پاکوالي عمليات شروع کړي، چې په ترڅ کې يې پرون د چرګانو يو شمېر دوکانونه د چټلۍ له امله مُهرلاک کړل.
خپلواک زياته کړه، چې نن هم پر همدې کوڅه کار کوي، څو وکولی شي، د موقت وخت لپاره دغه کوڅه پاکه وساتي او د وخت په تېرېدو سره به يې يوه مناسب ځای ته ولېږدوي.
د خوست ښار يوتن ډاکټر رييس خان وايي، د چرګانو ياده بدبوي د انسان د روغتيا لپاره خطرناکه ده، ځکه له دې سره چاپيريال ککړېږي او د بېلابېلو ساري ناروغيو د خپرېدا لامل ګرځي.