Language

نهه تنه له موټربم او وسلو سره نيول شوي

لښکرګاه -ګردېز (پژواک ١٢ لېندۍ ٩٣): په هلمند او پکتيکا ولايتونو کې نهه تنه د موټربم او يو شمېر وسلو د لېږد په  تور نيول شوي دي.

د هلمندد ګرمسېر ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن توريالي روهي د لېندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې اوه تنه يې له يوه موټر بم سره  نيولي دي.

روهي زياته کړه ، چې دا کسان يې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د ګوشتې سيمه کې له موټربم سره يوځاى په يوه کور کې نيولي او د پېښې د څرنګوالي په تړاو يې څېړنې روانې دي.

بله خوا چارواکي وايي ، چې د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو موټر وسله او مهمات نيول شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر نثاراحمد عبدالرحيمزى وايي، چې دا عمليات افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه ارګون ولسوالۍ کې تر سره کړي ، خو د سيمې يادونه يې نه ده کړې.

ده وويل ، دا وسلې او مهمات په يوه باروړنکي موټر کې  وو، چې له دوو تنو سره ونيول شول او په تړاو يې نورې څېړنې روانې دي.

هغه وويل ، چې په دې نيول شوي موټر کې هوان، راکټ ، کلاشينکوف  او نورې وسلې ځاى پر ځاى شوې وې ، خو د هغه شمېر يې په ډاګه نه کړ.