غزني ښار (پژواک ۱۴ ليندۍ ۹۳): د غزني چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو د هغه سرتېري جسد، چې شپږ ورځې وړاندې يې په ټپي حالت کې سوځولی وو، تر اوسه خپلې کورنۍ او دولت ته نه دی سپارلی.
په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د ليندۍ په نهمه د اندړو ولسوالۍ د خوزيو په سيمه کې د ملي اردو يو سرتېری له کندهاره-کابل ته روان و، چې په همدې سيمه کې وسله والو له موټره کښته کړى او بېولى و.
د هغه په وينا، کله چې وسله وال طالبان د يادې سيمې يوه جومات ته رسېدلي، نو جومات ته د ننوتو پر مهال د ملي اردو دغه سرتېري له يوه طالب څخه وسله اخيستې او شپږ طالبان يې وژلي دي.
دی وايي، وروسته يوه بل طالب دغه سرتېرى پر ځوابي ډزو ټپي کړى و او د نورو طالبانو په ور رسېدو يې پر ټپي سرتېري پټرول شيندلي او سوځولى يې دى.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال پژواک ته د ليندۍ په ۱۴مه وويل، چې وسله والو طالبانو د ملي اردو د دغه سرتېري جسد تراوسه له ځانه سره ساتلی او هېچاته يې نه ورکوي.
هغه وايي: ((دوی په خپل منځ کې جلسې جوړې کړې وې؛ که چېرته دا جسد ورکړي، نو بيا د دوی بدنامي کېږي، ځکه هغه يې په ډېر بې رحمانه ډول سره سوځولی دی.))
د ده په خبره، څو ځلې يې د سيمې سپين ږيري وسله والو طالبانو ته ور لېږلي دي، خو هغوی دغه خبره نه ده ورسره منلې.
ولسوال زياتوي، د ملي اردو دغه جسد اوس هم د اندړو د خوزيو په سيمه کې، چې د وسله طالبانو په لاس کې ده، پروت دی.
په اندړو ولسوالۍ کې د پاڅون يو قوماندان عبدالله هم وايي، وسله والو طالبانو تراوسه د ملي اردو د سرتېري جسد دولت ته نه دی سپارلی.
ده زياته کړه: ((څو ځلې د سيمې قومي مشران ورغلل، خو دوی يې نه مني؛ وايي که چېرته موږ دا جسد ورکړو، نو زموږ نوم بدنامه کېږي، ځکه دا خو سوځېدلی دی.))
نوموړي وويل، په دې اړه يې عمليات هم کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
د ده په خبره، د وژل شويو درېيو وسله والو جسدونه اوسمهال له دوی سره دي؛ که چېرته وسله وال طالبان د ملي اردو جسد ورکړي، نو دی به يې هم جسدونه ورکړي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال هم وايي، تېره ورځ د دې ولسوالۍ د سورکي په سيمه کې د وسله والو طالبانو او پاڅونوالو ترمنځ سخته نښته شوې، چې په ترڅ کې يې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، چې دوه يې پاکستاني وسله وال دي.
دی زياتوي، د وژل شويو وسله والو طالبانو جسدونه له پاڅون کوونکو سره دي.
د اندړو يوه قومي مشر حاجي نورالله هم وويل، دوی څو ځلې وسله والو طالبانو ته ورغلل، چې د وژل شوي سرتېري جسد ترې راوړي، خو بريالي نه شول.
نوموړی وايي: ((وسله والو طالبانو زموږ غوښتنې هېڅ ونه منلې او بېرته همداسې ترې راغلو.))
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا نه مني، چې ګواکې د دوی وسله والو د ملي اردو عسکر ته اور اچولی وي.
هغه زياتوي، دا عسکر يې د ډزو په وسيله وژلی ده، خو که چېرته وسله والو طالبانو دغه جسد ګرځولی وي، نو لامل يې دا دی، چې دولت ډېری وخت د هغو وسله والو جسدونه نه ورکوي، چې هغه په ډله ييز بريد کې برخه اخلي او يا هم ځان ته چاودنه ورکوي.