اسعد اباد ( پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٣ ) : د کونړ ولايت استخباراتي پوليسو دوه تنه ځانمرګي بريدګر له واسکټونو سره نيولي دي.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د لېندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريدګر ددې ولايت د استخباراتي پوليسو تر څار لاندې وو.
هغه زياته کړه، چې دغه کسان نن سهار له دې ولايت څخه په يوه زرنج کې جلال اباد ته روان وو، چې د بهسودو ولسوالۍ اړونده د بنغرو په بازار کې د کونړ د استخباراتي پوليسو له خوا له چاودېدونکو توکو ډکو دوو واسکټونو سره ونيول شول.
سيدخېل وايي چې نيول شوي کسان د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي او د پاکستان د وسله والې ډلې لشکرطيبه غړي وو.
د کونړ امنيه قوماندان وويل، دغو کسانو غوښتل چې د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنې ترسره کړي.
د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه او ويې ويل چې دوى د يوې خبري غونډې له لارې په دې اړه معلومات ورکوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن