Language

خوست کې چاودنې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست ښار (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٣): په خوست ښار کې د يوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند نجيب الله  د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د ښار سوېل لور ته د تخت بېګ په سيمه کې وشوه.

هغه زياته کړه چې د پوليسو د ګرځنده قطعې رينجر موټر نورو پوستو ته د غرمې ډوډۍ لېږدوله چې په ياده سيمه کې پرې چاودنه وشوه.

دى وايي چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، دوه ژوبل دي او موټر هم له منځه تللى دى.

د محمد ضابط په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او څو ټپيان يې په سيمه کې ليدلي دي.

د نوموړي په وينا چې تر لومړۍ چاودنې وروسته په سيمه کې بله چاودنه هم شوې، خو امنيتي مسوولينو تر اوسه د دويمې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics