ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بې پيلوټه الوتکې  بريد کې ٩ پاکستاني وسله وال وژل شوي

د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ٩ پاکستاني وسله وال وژل شوي

author avatar
6 Dec 2014 - 16:38
د بې پيلوټه الوتکې  بريد کې ٩ پاکستاني وسله وال وژل شوي
author avatar
6 Dec 2014 - 16:38

اسعد اباد ( پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٣ ) : د کونړ چارواکي وايي چې  د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې نهه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بې پيلوټه هوايي بريد نن تر غرمې وروسته په دوه نيمو بجو شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د شيګل ولسوالۍ د شلطن په دره کې د وسله والو پر يوه پټنځاى بريد کړى دى.

د سيدخېل په وينا، په دې بريد کې د قوماندان علي په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي او دوه نور يې  ټپيان دي.

دى وايي چې وژل شوي او ټپي وسله وال د پاکستان د تحريک طالبان غړي وو .

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ختيځو ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه بريدونه زيات شوي ، چې له امله يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پرون په لغمان ولايت کې ديوه بريد په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون  څلور وسله وال وژل شوي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.