ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د محکمې پر ضد لاريون وشو

جلال اباد کې د محکمې پر ضد لاريون وشو

author avatar
7 Dec 2014 - 15:23
جلال اباد کې د محکمې پر ضد لاريون وشو
author avatar
7 Dec 2014 - 15:23

جلال اباد (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو په جلال اباد ښار کې د محکمو او قاضيانو پر ضد لاريون وکړ.

د بهسودو ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د لېندۍ په ١٦مه د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې د ننګرهار استيناف محکمې او د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې شهلا عطا پر ضد لاريون وکړ او د ننګرهار استيناف محکمه يې پر فساد تورنه کړه.

لاريون کوونکو چې  له ځان سره يې د مرګ پر قاضيانو او مرګ پر شهلا عطا شعارونه لېږدول، ويل يې چې مېرمن شهلا پر شاوخوا ۱۵۸۱ جريبه دولتي او شخصي ځمکو دعوه کړې او غصب کړې يې ده.

د حميدالله په نوم د لاريون يوه ګډونوال پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار استيناف محکمې د دوى په حق کې نا سمه پرېکړه کړې ده.

هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ د زنګويي په ساحه کې ځمکه د محکمې له خوا شهلا ته ورکړل شوې چې دغه کار له دوى سره بې عدالتي ده.

د لاريون يوه بل ګډونوال نقيب الله هم له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې د دوی غوښتنو ته دې مثبت ځواب او حقوق ورکړي.

خو د ننګرهار د استيناف محکمې چارواکي بيا دغه لاريون کوونکي د ځمکې غاصبين بولي او وايي چې په غير قانوني توګه يې لاريون کړى دى.

د ننګرهار د استيناف محکمې مشر قضاوتمل محمد شريف امين پژواک اژانس ته وويل چې ياد لاريون کوونکي نه په قضيه کې ښکېل دي او نه هم دعوه کوونکي دي.

هغه زياته کړې چې دوى د بهسودو ولسوالۍ د يادې ځمکې په اړه قانوني پرېکړه کړې او د چا حق يې نه دى خوړولى.

پژواک هڅه وکړه چې د شهلا عطا نظر واخلي، خو له هغې سره اړيکه ټينګه نه شوه.

د يادونې ده، په ننګرهار کې د دولتي او شخصي ځمکو غصب يوه له جدي ستونزو ګڼل کېږي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.