ګردېز (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي ناپېژانده وسله والو د پکتيا په جاني خېلو ولسوالۍ کې روغتون ته د يوې ناروغې مېرمنې پر لېږدوونکي موټر بريد کړى او اووه کسان يې په کې وژلي دي.
په موټر کې هغه ناروغه مېرمن د درملنې لپاره روغتون ته وړل کېده چې تر پېښې يوازې يو ساعت مخکې يې لور زېږې دلې وه.
دا پېښه د يادې ولسوالۍ د بل خېلو په سيمه کې رامنځته شوې چې د خوست صبريو ولسوالۍ ته نږدې پرته سيمه ده.
د خوست د صبريو ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن قدرت متونوال د لېندۍ په ١٩ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د سيمې يوه مېرمن تر ولادت وروسته له خپلې نوې زېږدېلې لور سره د درملنې لپاره روغتون ته په سراچه موټر کې انتقالېده چې ناپېژانده وسله والو پرې بريد وکړ.
متونوال وايي وسله والو لومړى موټر پر راکټ ويشتلى او بيا يې پرې ډزې کړې چې له امله يې درې مېرمنې، يوه نوې زېږدلې ماشومه او درې سړي وژل شوي دي.
هغه وويل، وسله والو، چې ګومان کېږي له هغوى سره به يې کومه دښمني درلوده، تر بريد وروسته هڅه کوله څو وژل شوي کسان وسوځوي، خو د سيمې خلکو يې مخه نيولې ده.
د جاني خېلو ولسوالۍ د بل خېلو لرې پرته سيمه تر اوسه د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې نه ده راغلې.
بلخوا د پکتيا د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عظيم پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه خو د وژل شوو شمېر يې پنځه تنه وښود.
هغه د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه، د ملکي کسانو پر موټر چې ناروغ يې انتقالوه بريد شوى، پنځه کسه په کې وژل شوي او پوليسو يې په تړاو څېړنې پيل کړې دي.
د يادې قوماندانۍ يوې سرچينې بيا پژواک ته تاييد کړه چې په دغه بريد کې د يوې نوې زېږېدلې ماشومې په ګډون اووه کسه وژل شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.