Language

مزارشريف (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي هغه تن د پوليسو په توقيف خونه کې ځان وژنه کړې چې درې ورځې مخکې يې پر يوې پنځه کلنې ماشومې جنسي تېرى کړى و.

يوه تن د لېندۍ په ١٧مه د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په مهاجر قشلاق کلي پر يوې پنځه کلنې نجلۍ جنسي تېرى وکړ چې تر دې پېښې وروسته پوليسو ياد تېرى کوونکى ونيو.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق د لېندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په همدې تور نيول شوي تن تېره شپه د پوليسو د زندان په تشناب کې ځان د غاړې پر څادر زندۍ کړى او ځان وژنه يې کړې ده.

هغه وويل چې پوليسو له دغه کس څخه څېړنې پوره کړې وې او پر يوې ماشومې يې د تېري په تور نن د دغه ولايت څارنوالۍ ته معرفي کاوه.

تر دې مخکې د قرباني نجلۍ پلار شولګرې ولسوالۍ ته عريضه کړې وه چې پر لور يې تېرى کوونکى تن  بايد محاکمه شي.

تر دې پېښې وروسته په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر سيدمحمد سامع پژواک اژانس ته پر ماشومې د جنسي تېري د پېښې غندنه کړې وه.

Related Topics