ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو دانګام کې د پاڅونوالو ٣٠ کورونه سوځولي

author avatar
16 Dec 2014 - 12:23
author avatar
16 Dec 2014 - 12:23

اسعداباد (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٣): د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ پاڅون کوونکي او امنيتي چارواکي وايي چې په سيمه کې اوس هم درنه جګړه روانه ده او وسله والو تراوسه د پاڅون کوونکو ٣٠ کورونه سوځولي دي.

ځايي چارواکي وايي چې شاوخوا دوه زره وسله والو چې ډېرى يې پاکستانيان دي، د دانګام ولسوالۍ پر هغو پوستو بريدونه پيل کړي چې د دې ولسوالۍ د پاڅون کوونکو له خوا جوړ شوي دي.

پاڅون کوونکي وايي چې نن په درېيمه ورځ هم له وسله والو سره جګړه روانه ده، خو دولتي ځواکونو يې لا سمه مرسته نه ده کړې.

د پاڅون کوونکو يوه مشر حاجي مزمل د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه تر لږې وقفې وروسته نن سهار د وسله والو خوا يو ځل بيا پر دوى بريدونه پيل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په تازه بريدونو کې قومي لښکر او پاڅون کوونکو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ده ته يې کره شمېر نه و معلوم.

نوموړى وايي چې د سيمې ګڼ  شمېر خلک ټپيان شوي خو د سختې جګړې او په لارو کې د وسله والو له خوا د خښ شوو ماينونو له امله ياد ټپيان روغتون ته نه شي لېږدولى.

حاجي مزمل يو ځل بيا له حکومته د بېړني هوايي ځواک مرسته وغوښته او ويې ويل، که  پر وسله والو دقيق هوايي بريدونه ونه شي، نو پاڅون کوونکي به وځپل شي.

دى وايي چې تېره شپه هوايي ځواک بريدونه کړي، خو  وسله وال يې سم نه دي په نښه کړي او نه هم هغوى ته  ډېر زيان اوښتى دى.

د نوموړي په وينا، وسله والو نن سهار د پاڅون کوونکو د يوه مشر حاجي خان جان کور او درې نور کورونه سوځولي او سامان يې ترې چور کړى دى.

بله خواد دانګام ولسوال مولوي عنايت الله وايي چې وسله والو تر اوسه د پاڅون کوونکو ٣٠ کورونه سوځولي دي.

هغه زياتوي چې په دې جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

ولسوال وايي چې د سيمې ګڼ شمېر اوسېدونکي ټپيان شوي، خو د لارو د بندېدو او ماينونو له امله يې څوک روغتونونو ته نه شي لېږدولى.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله هم په دانګام ولسوالۍ کې سخته جګړه تاييدوي او وايي چې امنيتي ځواکونه د پاڅون کوونکو مرستې ته روان شوي، خو په لاره کې د ماينونو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زياتوي چې له تېرې ورځې راهيسې په دې نښتو کې ١٧ وسله وال وژل شوي، ٢٨ ټپيان  دي.

د والي په وينا، د ماينونو د چاودنو له امله تر اوسه ٦ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

جلاله وايي،د پاڅون کوونکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري،د جګړې سيمه لرې او غرنۍ ده .

د هغه په وينا، په مرکز کې يې د امنيت شورا  او نورو اړوندو ادارو ته د جګړې په اړه معلومات ورکړي او هغوى ورته د مرستې ډاډ ورکړى دى.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل چې په دې جګړه کې لسګونه وسله وال وژل شوي او ٤٧ نور ټپيان  دي.

دى وايي چې ملي ځواکونه سيمې ته رسيدلي او له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي.

هغه زياتوي چې په دې جګړه کې تر اوسه د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن سهار يې په دانګام ولسوالۍ کې درې نورې پوستې نيولي او په زياته اندازه وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

دغه راز په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو ځايي مشر قاري ضياء الرحمن وايي چې د سيمې اوسېدونکو د دوى پر ضد وسله رااخيستې وه، ځکه دوى يې پر ضد جګړه پيل کړې ده .

هغه د دولت هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې د دوى لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.