ګردېز (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣): د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې حکومت بايد په دې ولايت کې د قومي مشرانو د ترور مخنيوى وکړي.
دهېواد د نورو ولايتونو په څېر پکتيا ولايت کې هم وخت ناوخته قومي مشران وژل کيږي، چې دا لړۍ له تېرو څو کلونو راهيسې دوام لري .
د پکتيا ولايت بېلابېلې ادارې مني ،چې په دې ولايت کې قومي مشران وژل کيږي او د دې وژنو لامل د هېواد دښمنان بولي .
د پکتيا د ولايتي شورا غړي ډاکټر الله مير بهرام زوی پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو لسو کلونو کې په دې ولايت کې تر سلو ډېر قومي مشران وژل شوي دي.
نوموړی وايي، دا هغه قومي مشران او روڼ اندي دي، چې په لرې پرتو سيمو کې خلک پرې راټوليدلی شي او د خلکو ستونزې يې تر دولت پورې رسولې دي .
دی وايي چې دولت بايد د قومي مشرانو د مرګ ژوبلې په مخنيوي کې رغنده ګامونه واخلي .
د پکتيا يو قومي مشر حاجي خواني جهاني وايي چې په ځينو ولايتونو کې حکومت په قومي مشرانو ولاړی دی او بهرني استخبارات هڅه کوي چې د مشرانو په وژلو سره حکومت کمزورى کړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، حکومت هغسې چې تمه وه د قومي مشرانو امنيت نه دى خوندى کړى او نه يې هم د هغوى اندېښنې له مرکز سره شريکې کړې دي.
دی وايي چې ولايتي ادارې د دې کسانو له کورنيو سره هيڅ مرسته او غم رازي نه ده کړې او په دې اړه چپه خوله پاتې شوی دى .
د پکتيا د مدني ټولنې فعال سيد جمال اصف خېل پژواک ته وويل چې د قومي مشرانو وژنه دوه اړخه لري يو يې سياسي او بل يې هم خپلمنځي دی.
دی وايي چې حکومت بايد د دوی د خونديتوب لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي او په هر ډول چې وي د دوی ژوند وژغوري، ځکه په حکومتوالۍ کې مهم رول لوبولى شي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم مني، چې په دې ولايت کې وخت نا وخته قومي مشران وژل کيږي، خو ده ونه ويل چې دغه کسان دکومې ډلې له خوا وژل کيږي .
نوموړي د دې وژل شويو قومي مشرانو د وژل کېدو دقيق شمېر په ګوته نه کړ ، خو ويې ويل چې په تېرو څو کلونو کې لسګونه قومي مشران او روڼد اندي وژل شوي دي .
سهي وايي چې د قومي مشرانو وژنه په اوسني دولت کې نه، بلکې له دې وړاندې کله چې کورنۍ جګړې پيل شوي په بېلابېلو نظامونو کې روانې وې .
دى زياتوي چې قومي مخور ديوه نظام په ملاتړ او پښو درولو کې لوی رول لري، نو د نظام مخالفين نه غواړي چې د قومي مشرانو له لارې نظام قوي شي .
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې وخت ناوخته په دې ولايت کې قومي مشران وژل کېږي خو هغه يې شمېر په ډاګه نه کړه.
نوموړی د قومي مشرانو د امنيت په هکله وايي، چې دوی خپله وسه کړې، څو د دوی امنيت وساتي خو ځينې داسې مشران هم و، چې مخاليفينو د خبرو اترو لپاره ورغوښتي او وروسته يې بيا وژلي دي .
دی وايي چې قومي مشران که کوم فعاليت کوي او يا هم چيرته په سفر ځي، نو دوی دې په جريان کې کوي څو يې امنيت وساتل شي .
سږکال هم په پکتيا کې تر لسو ډېر قومي مشران وژل شوي، چې په کې د سرحدونو چارو وزارت د پخواني وزير اکرم خپلواک تره مقبل فضلي ،د سيدکرم د پرمختيايي شورا منشي مېرزا محمد،په زرمت کې له ګوانتامو څخه راخلاص شوی ديني عالم او ځينې نور کسان شامل دي.