Language

ولسوال: غزني کې ډير بريدونه له واغز  ولسوالۍ څخه تنظيمېږي

غزني ښار(پژواک،د مرغومي لومړ‌ۍ نېټه ۹۳) : د غزني د واغز ولسوال وايي چې وسله وال طالبان له دې ولسوالۍ بريدونه تنظيموي او دغلته يې شتون تر نورو سيمو ډېر دى.

واغز ولسوالۍ ته د پژواک اژانس خبريال د سفر په ترڅ کې ولسوال حاجي عبدالعظيم فاروقي وويل چې له تېر۱۳ کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د پاکستاني وسله والو په ګډون سلګونه وسله وال طالبان شته چې له دې ځايه جګړې او بريدونه تنظيموي.

ولسوال وايي چې دې ولسوالۍ ته د قره باغ، اندړو او زنخان ولسواليو له طالبانو سربېره پاکستاني طالبان هم  تګ او راتګ کوي.

دى وايي: (( دا وسله وال طالبان دلته د جګړو او بريدونو پلان جوړوي او بيا يې په غزني او سيمه کې ترسره کوي. دوى دا ولسوالۍ هم ناامنه کړي ، خلک ځوروي، کارته يې نه پرېږدي،اخطارونه ورکوي.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو تراوسه د دې وسله والو پر ضد عمليات نه دي کړي وويل: (( د ولسوالۍ د مقام په څلورو خواوو کې امنيتي پوستې شته خو وسله وال طالبان پر دوى هم  بريدونه کوي، دلته د دولت پاملرنه نه شته ، که همداسې وي خلک به طالبانو سره يو ځاى شي.))

د دې ولسوالۍ  يو تن اوسېدونکي عبدالکبير پژواک اژانس ته وويل، د يادې ولسوالۍ پر ډېرو سيمو وسله وال  طالبان حاکم دي او د ولسوالۍ د بازار په ګډون د شمشېر ګوډلې کلى چې ولسوالۍ ته نږدې پروت دى د حکومت په واک کې دى.

نوموړی وايي: (( (يواځې په يوکلي کې پوليس شته، پر نورو ټولوسيمو طالبان حاکم دي ، موږ له خلکو اورېدلي  چې په ډېرو سيمو کې پاکستاني طالبان اوسېږي .))

د غزني د ولايتي شورا وکيل حميدالله سروري په واغز ولسوالۍ کې پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ امنيت ښه نه دى او د طالبانو شمېر په کې ډېر دى چې بايد مخنيوى يې وشي.

د سروري په خبره: ((تراوسه دې ولسوالۍ ته لوړپوړي چارواکي نه دي راغلي چې د خلکو ستونزې ته حل لاره پيدا کړي ، دولت بايد دې ولسوالۍ ته  جدي  پاملرنه وکړي.))

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته په ياده ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو د شتوالي خبره تاييد کړه خو يادونه يې وکړه چې هلته تر پخوا امنيت ښه شوى دى.

قوماندان زياتوي : ((له دې ولسوالۍ د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو فکر کاوه چې ګنې افغان سرتېري به امنيت ونه شي ساتلى خو سرتېرو په ښه ډول امنيت خوندي کړ .))

نوموړي وويل، چې څو ورځې کېږي په دې ولسوالۍ کې د پوليسو پوستې يې ډېرې کړي چې پر امنيت به ښه اغېزه ولري.

هغه يادونه وکړه: ((تر دې وروسته په واغز ولسوالۍ کې د پوليسو پوستې ډېرو څو په مکمله توګه د دې ولسوالۍ امنيت زموږ په لاس کې شي.))

هغه په دې ولسوالۍ کې د طالبان د پراخ شتون او پر وړاندې يې د افغان سرتېرو د ممکنه عملياتو په تړاو څه ونه ويل.

واغز د غزني ښار لوېديځ ته په ۲۰ کيلومترۍ کې پرته ناامنه ولسوالۍ ده، چې ويل کېږي شاوخوا ٩٠ کلي لري او اوس يې يواځې مرکز او يو کلى د افغان حکومت  په ولکه کې دى.

ځايي خلک وايي، چې د روغتيا او پوهنې تر څنګ په نورو ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي، خو چارواکو تراوسه په دې تړاو په دقيقه توګه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

پر واغز سربېره د غزني ولايت په نورو ولسواليو کې هم د ناامنيو پېښې او د وسله والو طالبانو نفوذ ډېر  بلل کېږي.

افغان سرتېرو اوس د دې ولايت په ځينو سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي، چې د  ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا د وياند نظيف الله سلطاني په وينا، دا عمليات لا هم په ځينو سيمو کې روان دي.

Related Topics