Language

بلخ کې ٤٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

مزارشريف ( پژواک، ٢ مرغومى ٩٣ ) : د بلخ ولايت د پوهنې مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ۴۰ سلنه ښوونځيو زده کوونکي د ودانيو د نشتوالي له امله په ازاده هوا، خيمو او کرايي خونو کې په لوست بوخت دي.

د دغه ولايت د پوهنې رييس عزيزالله عزيز دغه څرګندونې د مرغومي په ۲مه، په مزارشريف ښار کې د سيد هدايت الله نقشنبدي په نامه د نجونو د لېسې د ودانۍ د پرانيستې د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

نوموړي د سيدهدايت نقشبندي لېسې د ودانۍ په اړه وويل، چې ياده ودانۍ د المان هېواد په مالي مرسته د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د هغه په وينا، د نجونو د لېسې دغه ودانۍ په دوه پوړونو کې جوړه شوې، چې ۳۲ درسي او اداري خونې لري.

  د نجونو ددغې لېسې مديرې مېرمن سيده اميرزاده پژواک ته وويل، چې د يادې ودانۍ په جوړېدو د پنځه زره زده کوونکو لپاره د لوست اسانتيا برابره شوه.

نوموړې زياته کړه، چې له دې مخکې دغې لېسې ودانۍ نه لرله او پنځه زره نجونې په ځينو خټينو خونو او خيمو کې په لوست  بوختې وې.

  د بلخ د پوهنې رييس عزيز وويل، چې لا هم په دغه ولايت کې زيات شمېر زده کوونکي د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي له امله په ازاده هوا، خيمو او کرايي خټينو خونو کې په لوست بوخت دي.

نوموړي زياته کړه، چې په بلخ کې د تخنيکي لېسو او مدرسو په ګډون ۶۰۰ ښوونځيو کې شاوخوا ۶۰۰زره زده کوونکي  په زده کړو بوخت دي، چې ۴۰ سلنه يې ودانۍ نه لري.

عزيز له نوي حکومت څخه هيله وکړه، چې د بلخ ولايت د پوهنې په برخه کې د يادو ستونزو د حل کېدو په موخه د دوی ملاتړ وکړي.

Related Topics